افغانستاننړۍ

پاکستان د افغان کډوالو د کارتونو موده په موقت ډول شپږ مياشتې وغځوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل): په پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو د کارتونو موده د شپږو نورو مياشتو له پاره په موقت ډول وغځول شوه.

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د دفتر ویاندې ميرمن دنيا اسلم خان ويلي چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د کارتونود موده په موقت ډول تر ۶ مياشتو پورې غځولې ده.

پاکستان کې د ميشتو افغان کډوالو د کارتونو موده د تېر ۲۰۱۵ زيږديز کال د دسمبر په ۳۱ مه نېټه پای ته ورسېده.
دنيا اسلم خان ويلي، له شپږو مياشتو وروسته به د افغان کډوالو په اړه د پاکستان کابينه وروستۍ پريکړه کوي، خو دغه موقته موده ځکه ټاکل شوی چې په پاکستان کې افغان کډوال د پوليسو له لوري ونه ځورول شي.

ميرمن اسلم خان وايي چې د اسلام اباد د کډوالو دفتر ټولو اړوندو امنيتي ادارو ته ليکونه ليږلي، تر هغې چې د افغان کډوالو د سرنوشت په اړه پريکړه نه وي شوي، پخواني کارتونه د منلو وړ دي او د کډوالو له ځورولو او له هغوی سره د ناسم چلند څخه دې ډډه وشي.

د تېر کال د ستمبر په مياشت کې کابل کې د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ترمنځ په يوه ګډه غونډه کې پريکړه شوې وه چې افغان کډوال به د ۲۰۱۷ کال تر پايه په پاکستان کې پاتې کيږي، که څه هم د پاکستان د کډوالو وزير عبدالقادر بلوچ هغه مهال ويلي و چې په دې اړه به وروستۍ پريکړه د پاکستان د دولت کابينه کوي، چې د ۲۰۱۵ د دسمبر په وروستيو کې به اعلان شي.

خو په پاکستان کې د افغان کډوالو په سر د ځينې سياسي ډلو د مخالفتونو او ناندريو ښايي ددغې پريکړې په اعلان کې ځنډ راوستی وي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف هم له افغان چارواکو سره د ليدنې پر مهال د کډوالو د مودې د غځولو خبره کړې وه.

په پاکستان کې دا مهال شاوخو ۱،۵ ميليون راجستر او يو شمير نور غير راجستر کډوال اوسيږي چې په دې وروستيو کې يې په دغه هېواد کې ژوند سخت شوی دی او وخت په وخت د امنيتي ځواکونو له ځورولو څخه شکايت کوي.

په ۲۰۱۴ کال د پېښور په يوه پوځي ښوونځي د بريد له امله چې شاوخوا ۱۵۰ زده کوونکي په کې ووژل شول، د پاکستان امنيتي ادارو د افغان کډوالو د ځورولو لړۍ پيل کړې وه چې د تېر کال په ژمي کې يې ډيرې کورنۍ افغانستان ته راولېږلې.

افغان کډوال هم د خپل ژوند او سرنوشت په اړه انديښمن دي او وايي چې د کډوالۍ په ژوند کې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، له ملګرو ملتونو او په پاکستان کې د افغانستان له سفارت او کونسلګرۍ څخه غواړي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته په وخت لاس رسی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x