kankor imtihan

د کانکور تالار کې زما بنديوانې هيلې

درنو ملګرو! نن درسره د خپل دردمن زړه يوه ناخواله په ډېره خواشينۍ او  اوښلنو سترګو شريکوم چې دردونو يې دې ته مجبور کړم څو د شپې په نيمه شپه کې له بسترې سر راپورته او د سپين کاغذ پر مخ يو څو تورې کرښې وکاږم.
نه پوهيږم چې له کومه ځايه يې پيل او پرکوم ځای يې پای ته ورسوم !!؟

هاغه په ټکنده غرمه، سوزونکي لمر اوپه پښو د نيم ساعت په اندازه د پياده تګ څخه يې پيل او په سپينو واورو کې د ازموينې ميدان ته درسېدلو په ستړياوو يې پای ته ورسوم؟ او که د درېو ښوونکو په واسطه د ډآډمنو ځوابونو په ورښودلو يې پيل او بيا د کب د مياشتي د لسمې نېټې پر بې انصافه پايلو پای ته ورسوم؟ او يا يې هم د يوې شنبې دلاريون څخه پيل او د بلې سې شنبې پر لاريون پای ته ورسوم؟

ماخو فکر کاوه چې زما ژوند به دهمدې کانکور له لارې د بريا موخې ته رسېدل او په پای کې سوکاله ژوند ته يوه لاره باسي، زما فکر او خيالونه لوړ ؤ، ما به چې شپه سهار کوله په دې هيله چې يو روښانه راتلونکی به ولرم، ما کانکور د  ژوند هدف ته د رسېدو يوازينۍ لاره ګڼلې وه.

زه نه پوهېدم!!؟

چې کانکور يوه ازموينه نه، بلکې يوه پروسه ده ….، هغه پروسه چې له لارې به يې زرګونه بې تعليمه خلک د پوهنتون د پوهنځيو په خونو کې بندو چوکيو ته لارې بيامومي.

يا هغه پروسه چې له مخې به يې يوازې د يو توکم اتيا سلنه وګړي د کاميابۍ زيری اوري او نور به چې د هېواد د وګړو ترټولو ډېره شمېره تشکيلوي اتيا سلنه د ناکامۍ يا “بې پايلې” خبر ترلاسه کوي.

د افغانانو سرنوشت دی اوس په داسې حال کې

لکه په دښته کې چې بې شپانه رمه پرته وي

زه نه وم خبر!!؟

چې د کانکور ازموينه د دولت لخوا خپلو فاسدو او تقلب کارو خلکو ته اچول شوې پانګه ده ترڅو په پرلپسې ډول کلنۍ ګټه ترې راټوله کړي .

زه نه وم خبر!!؟

  چې يو چاته دې په همدې ازموينه کې د درېو ښوونکو په واسطه ډاډمن ځواب په نښه کيږي او بل يو ته دې په خپل ګرځنده (موبايل) کې د وخت کتلو په موخه اجازه هم نه ورکول کيږي.

سره له پورته يادو نادودو بيا هم زړه مې صبر نه کوي يو درد ترې راوځي او دقلم په څوکې ښکل کيږي.

هاغه ورځ مې هم هېره نه ده چې سپېنه واوره د خپل روڼ ښايست سره ورېده او د بادونو يخې څپې ورسره زمزمه کېدلې، ديوې او بلې خوا څخه يې درته د سوړ ژمي پيغامونه راوړل خو ما ورته وخت نه ورکاوه او خپلې ازمايښتي کانکوري ازموينې ته د رسېدو په تکل مې ګامونه ګړندي کول.

پورته ياد شيان او ستړي مې بې ځايه نه دي بللي خو يوازې د لوړو زده کړو د وزارت د مور او ميرې سلوک مې ژړوي.

د لوی څښتن تعالی جل جلاله څخه د ټولو هغو زده کوونکو د بريا په هيله لاسونه لپه کوم چې په نوموړې ازموينه کې د کمپيوټر کار د بې رحمه ګوتو په واسطه د ليکل شويو څو ځورونکو تورو په ليدو ځورېدلي او لا هم د وخت په تېرېدو د خپل  ( بې سرنوشته ) ژوند په ليدو ځوريږي.    

ليک: م ق نايل ورور

كرزاي بين الخذلان الأمريكي والهذيان السياسي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د