نړۍ

پاکستان د جيش محمد ډلې مشر مولانا مسعوى اظهر نيولی

د پاکستان پولې ته څېرمه د هندي پنجاب پټانکوټ کې د پوځ پر هوايي اډې له بريد وروسته هندي چارواکو د دغه بريد پړه د پاکستان په ناقانونه وسله‌والې ډلې «جيش محمد» واچوله.

د هند له څرګندونو وروسته د پاکستان صدر اعظم نوازشريف د هند لومړي وزیر نريندرا مودي سره ژمنه وکړه، چې د پټانکوټ بريد په اړه به خپل معلومات له هند سره شريکوي او د بريدګرو نيولو لپاره به خپلې هلې ځلې کوي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې پنجاب او سند اياليتونو کې د جيش محمد دفترونه تړل شوي، ګڼ غړي يې نيول شوي او داسې هم ويل کيږي، چې د دغې ډلې مشر مولانا مسعود اظهر هم نظر بند دی.

د پنجاب پوليسو د مولانا مسعود اظهر د نيولو په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

د پنجاب پوليسو وياندې نبيله غضنفر ويلي، چې د مسعود اظهر د نيولو او نظربندي مسووليت د مرکزي حکومت دی او کېدای هغوی په دې اړه خپله پرېکړه کړي وي.

داسې هم ویل کيږي، چې د مولانا مسعود اظهر وررو روف اظهر او د هغه اوښی نظر بند دي او د جيش محمد لسګونو غړي د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، چې د مسعود اظهر او د هغه د پلويانو د نيولو خبرونه په داسې حال کې خپرېږي، چې د هند د ملي امنيت سلاکار اجيت دووال خپل پاکستاني سيال متقاعد جنرال ناصر جنجوعه ته د پټانکوټ بريدونو په اړه د دغې ډلې په اړه معلومات ورکړي وو.

مولانا مسعود اظهر له تېرو څو لسيزو کشمير کې د هند پر ضد وسله‌واله مبارزه کوله، چې ۱۹۹۴م کې هند ونيو او بيا د هندي الوتکې د تښتولو په بدل کې راخوشې شو.

مشتاق زرګر او عمر شيخ هندي الوتکه هغه مهال وتښتوله، چې له کټمنډو نوي ډيلي ته روانه وه او تښتوونکو د کندهار پر هوايي ډګر کوزه کړه.

عمر شيخ ۲۰۰۲ د وال سټريټ ژورنال د ژورناليست ډينيل پرل د تښتولو په تور نيول شوی او د مشتاق زرګر په اړه باوري معلومات نه شته.

بايد وويل شي، چې مولانا مسعود اظهر د حرکت المجاهدين غورځنګ په مټ راخوشې شو او ۲۰۰۰م کې يې د جیش محمد په نوم خپله ډله جوړه کړه، بيا ۲۰۰۱م کې د جنرال مشرف د واکمنۍ پر مهال د نوموړي ډله ناقانونه اعلان شوه، له لنډې نظربندۍ وروسته نوموړی خوشې شو او وروسته مولانا مسعود اظهر د خپل ګوند نوم جماعت الفرقان کېښود.

۲۰۰۸م کې د هند ممبۍ له بريدونو وروسته مولانا مسعود اظهر يو ځل بيا د خلکو له نظره ورک شو او ۲۰۱۴م کې يو ځل بيا په ولسي جلسه کې راڅرګند شو.

مولانا مسعود اظهر د ښوونځي د استاد زوی او په خپله هم د يو ښوونځي ښوونکی و، د شوروي يرغل پر مهال افغان جهاد او ورپسې يې کشمير کې هم د هند پر ضد جګړې کړي او تر څنګ يې په جهادي او تربيتي موضوعاتو لسګونو کتابونه ليکلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x