د نن سرلیکنه

ولي باید افغانان د منطقوي سیالیو قربانیان وي؟!

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: تیره ورځ په جلال آباد کې د پاکستان پر کونسلګرۍ باندې خونړي برید او تر دې وړاندې په مزار شریف کې د هند پر کونسلګري باندې د ورته برید په ترڅ کې لسګونه افغانان مړه او ژوبل شول .

په ننګرهار کې د پاکستان پر کونسلګري پرونی برید د قیقا تر هغه وروسته تر سره کیږي چې کله په مزارکې د بلخ ولایت امنیه قومندان سید کمال سادات د هند پرکونسلګري د شوي برید پړه پرپاکستان ور واچوله .

د تیر دسمبر په میاشت کې کابل ته د نوي ډیلي لخوا د څلورو پوځي څرخکو ورکول ، کابل ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي سفر او دلته د ولسي جرګې لپاره د هند په مرسته د جوړې شوې ودانۍ پرانیستل په افغانستان کې د هند اوپاکستان د استخباراتي سیالۍ عملي تسلسل ګنل کیږي.

د ګډ حکومت بي کفایته چارواکي نشي کولای د دغو سیالو هیوادونو له سیاسي ، اقتصادي او امنیتي رقابت څخه د خپل هیواد او ولس په ګټه استفاده وکړي .

افغانستان په داسې حساس جغرافیايي موقعیت کې پروت دی چې خواو شايي ډیری پراته هیوادونه عملا په خپل منځ کې په سختي پوځي ، اقتصادي او حتی مذهبي مقابله لګیادي.

نن که افغانان په مزار او ننګرهار کې د هند او پاکستان د استخباراتي سیالي په ټس کې وژل کیږي سبا ښايي کابل او هرات ته د ایران او سعودي ترمنځ د راولاړشوي مذهبي تاوتریخوالې د اور لمبې هم راورسیږي او هلته هم د یادو هیوادونو دیپلوماتیک مراکز د پوځي بریدونو هدف او قربانیان یې افغانان وي.

دري ژبې وايي (پهلوان زنده خوش است) د ګډ حکومت چارواکي یواځې په دې خوښ دي چې حکومت یې د امریکا په مرسته د نړۍ له ډیرو هیوادونو سره اړیکې لري، دیته یې پام نه دی چې د یادوهیوادونو دیپلوماتیک استازي ټول په افغانستان کې د سیاسي فعالیتونو پرځای په پوځي او استخباراتي چارو لګیادي چې له امله یې هره ورځ په افغانستان کې د جګړې شدت زیاتیږي.

د ننګرهار او مزار خونړي بریدونه د بهرنۍ استخباراتې جګړې ژوندۍ بیلګې دي چې ګډ حکومت یې بیاهم د مخنیوي هیڅ توان نه لري .

که ګډ حکومت ریښتیا هم ځان د افغان ولس د مصالحو او د افغانستان د ځمکني تمامیت مسؤل ګڼي باید نور پري نږدي چې افغانان د منطقوي سیالیو او پردۍ استخباراتي جګړې قربانیان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

مېړانه نشته دالر پرې ګران دي ! پورته دشي لکه په تونيز یا کې چې اولس را پرته شه او ټول فاسدين یې وځړول نو دوی د هم داسې راپورته شي او دالر خواره د ې ټول وځړوي !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x