افغانستان

کابل: لاريون کوونکو د غني، عبدالله او اتمر مجسمې وسوځولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): کابل ښار کې سلګونو لاريون کوونکو ګډ حکومت پخپلو ژمنو کې ناکام وباله او د دې حکومت د مشرانو جوړو شويو مجسمو ته یې اور ورکړ.

لاريون کوونکو چې « مرګ بر عبدالله، مرګ بر اشرف غني، مرګ بر اتمر» شعارونه يې ورکول، د محمد اشرف غني، ډاکټر عبدالله عبدالله او حنیف اتمر مجسمې يې هم له ځانو سره لېږدولې.

د غني، عبدلله او اتمر مجسمې د اور په لمبو کې
د غني، عبدلله او اتمر مجسمې د اور په لمبو کې

دوی حکومت پخپلو کړو ژمنو کې ناکام وباله او همدارنګه يې د برېښنايي تذکرو د ویش پر ځنډ غبرګونونه ښکاره کړل.

دوی پخپلو شعارونو کې د ګډ حکومت مشرانو ته د ټاکنیزو کمپاينونو پر مهال کړې ژمنې ور یادولې او پر دې يې غوسه ښکاره کوله چې حکومت پخپلو ژمنو کې پاتې راغلی دی.

دا په داسې حال کې دی چې د انورالحق احدي په مشرۍ د « نوې ملي جبهې » سیاسي اپوزیسیون هم پخپله افتتحایه غونډه کې ګډ حکومت مطلق ناکام وباله او ژر تر ژره يې د لويې جرګې د راغوښتو وړاندیز وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x