افغانستان

اجراييه ریاست د « معتدل اسلام » لپاره هڅې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): اجراييه ریاست وايي چې د «معتدل اسلام» لپاره هڅې، او د دې ډول اسلام تبلیغ د دوی په کاري لومړیتوبونو کې راځي.

ډاکټر عبدالله عبدالله له جزییاتو پرته ويلي چې د هغه لومړي مرستیال انجینر محمد خان د اجراييه ریاست د لومړيتوبونو په لیست کې د «معتدل اسلام » د معرفي لپاره هڅې او د ګډ حکومت د دواړو اړخونو تر منځ موازنه د دوی په لومړي لومړيتوب کې راځي.

هغه وايي چې د دې ریاست په کاري لومړیتوبونو کې يې نهه شمېرې ټاکلي دي، چې د فساد پر ضد مبارزه، ډیموکراسي ته ژمنتیا او د پوهنې په برخه کې هڅې يې په ورپسې لومړیتوبونو کې قرار لري.

نوموړي د «معتدل اسلام» د جزيياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې د افغان الاصله امريکايي زلمي خلیلزاد مېرمنې «شيريل بينارد» د « متمدن او ډيموکراټيک اسلام» په نوم کتاب کې دا وړاندیزونه کړي و، چې د امریکا تر لاس لاندې حکومتونه دې د «معتدل اسلام» لپاره هڅې پیل کړي.

هغې پخپل کتاب کې د «معتدل اسلام» ځانګړې دا په ډاګه کړي چې له شاوخوا څوارلس سوه کاله وړاندې اسلام سره باید توپیر ولري او د غرب د ګټو لپاره پکې هیڅ خطر نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

له بېکارو او کور مغزو اجنټانو څخه بله هيله نه کېږي ! دوی خيرات ټولوي ناموس ، اسلام، عنعنات ټول خرڅوي !! هغه اسلام چې دوی یې
غواړي هغه لېبراله ديموکراسي ده چې زه ورته اخلاقي برګ اتڼ وايم او دپښتني اسلامي عنعناتو او قوانينو خلاف او عقیدوي / اخلاقي فساد
دی او دغربيانو دهغو خلقو غوښتنه ده چې سرمايه او اسلام دوښمن سياست یې کلک په لاس کې نيولی !!!

البلاغ

د اسلام د نوم څخه دا رنګه بده ګټه اخلی ، اسلام یو دی دلته معتدل او غیر معتدل اصطلاحات استعمالول د خلګو غولول دی ، الله جل شانه فرمایی : قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي ، ——–ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ——–وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ او داسی نور . مطلب دادی : چۍ بیله طریقو څخه د نبی صلی الله تعالی وعلیه وسلم بله هیڅ لاره د اسلام لاره نده دا شرمیدلی باید د اسلام نوم نور وانخلی ———- خذلهم الله تعالی خذلانا کبیرا

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x