افغانستان

د انورالحق احدي په مشرۍ نوې سیاسي جبهه جوړه شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د افغان ملت سیاسي ګوند د پخواني مشر انورالحق احدي په مشرۍ د « نوې ملي جبهه » په نوم سیاسي اپوزیيسون جوړ شو.

دغه جبهه چې نن يې لومړنۍ غونډه وکړه، پکې روان حکومت مطلق ناکام وبلل شو.

انورالحق احدي د دې جبهې په افتتاحیه غونډه کې ګډحکومت یو ناکام حکومت وګاڼه او ټينګار يې وکړ، چې باید ژر تر ژره لویه جرګه راوغوښتل شي.

نوموړي ټينګار وکړ چې دا جبهه به د دولت له کارونو څارنه کوي او په وينا يې یو سیاسي اپوزیسيون دی.

تر دې وړاندې د افغان ملت ګوند د دفتر رییس وحیدالله عالمي ويلي و، چې دا جبهه د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابينې د وزیرانو، واليانو، سناتورانو او مدني فعالانو له په ګډون جوړېږي.

ياده دې وي تر دې وړاندې د جهادي مشرانو له لوري ورته جبهې جوړې شوې دي، چې د شنونکو په باور د دولت په چارو کې يې رغنده رول نه دی روبولی.

دا چې د انوالحق احدي په مشرۍ به دا جبهه د دولت د څار په برخه کې څومره دقیقه واوسي، په وخت سره به معلومه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

دې منافق له سياسي فاحشه توب څخه وروسته اوس دالوبه راواخيسته ! دا منافق چې د اشغالګرو باوري سړی دی اوس یې دا نویې لوبه رامخته کړه ! دافغان ملت ګوند یې وشرماوو او اوس اشغالګرو ته بله زمه واري ورکوي ! له دې منافقه زه دا سوال کوم چې ولې د داشغالګرو په فاسد رژيم کې ۱۴ کاله کار وکه او دملي خيانتکارانو په قطار کې ودرېدې !! په امريکا کې بې کاره ګرزېدې خو په افغانستان کې اشغالګرو دوزارت چوکی درته درکړه چې د رشوتخوړلو پر ځای کې دې بیا نور اټول خپل فاسد ډوله افغان ملتیان مقرر… نور لوستل »

راشد بشارت

ګډوله حکومت نور هم د پاشل کېدو په لور.
زموږ لپاره د خوښۍ ځای دی .
شيطانان د نور هم الله سره وپاشي.

البلاغ

دا #### ځرنګه نه شرمیږی د قرآن شریف پر خلاف یی مبارزه روانه کړی ده او دی دا مبارک آیة په افتتاحیه کی لیکی دغه آیت به ستا دلا ذلیل کیدو غوښتنه کوی په بدو بدو شرمونو وشرمیړی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x