fbpx

دکندهار په دامان کې دناټو بله څرخکه رانسکوره شوه

دکندهار ولایت له دامان ولسوالي څخه راپور وايي چې ددې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دناټو ځواکونو یوه بله څرخکه رانسکوره شوې ده او سپاره کسان یې ټول مړه او ټپیان شوي دي ، امریکایي ځواکونو دم درحاله  ویلي چې یو بهرنی عسکر مړ او  بل ټپی شوی دی ، خو دامریکایانو دنورو ادعاوو غوندې دا دعوا په خپلواکه توګه نه شی منل کیدای او ګومان کیږي چې دپیښې دتلفاتو شمیر به زیات وي .

په کندهار کې امریکایي چارواکو دیوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دا چورلکه هم تخنیکي ستونزو نسکوره کړې ده ، مګر غالب ګومان دادی چې چورلکه به مجاهدینو ویشتلې او رانسکوره کړې وې ، ځکه دا څنګه تخنیکي ستونزې دي چې یوازې په دامان کې امریکایي چورلکو ته ورپیښیږي ، دامان ولسوالي چې دکندهار ښار ته څيرمه پرته ده دکندهار هوایي ډګر بیخي ورته نږدې دی ، او ډیر ځله دهمدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې مجاهدین په هغو امریکایي چورلکو بریدونه کوي چې له میدان څخه الوزي ، کیني او یا هم  دمیدان په شاوخوا باندې هوایي ګزمه کوي .

تر دې پیښې څو ورځې وړاندې هم د کندهار په همدې سیمه کې یوه امریکایي چورلکه رانسکوره شوې وه چې ناټو په کې دخپلو پنځو عسکرو مړینه منلې وه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د