د امریکا په مختلفو آیالتونو کې د مسجدونو د شمېر نقشه

سروې: په ۲۰۴۰ کې به مسلمانان د امریکا دوهم لوی اکثریت وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): په امریکا کې ترسره شوې سروې سره سم ویل شوي چې په دغه هیواد کې به د مسلمانانو شمېر په کال ۲۰۴۰ کې بې کچې زیات شي او په هیواد کې به د نصرانیانو څخه وروسته دوهم لوی اکثریت شي.

اوس مهال په امریکا کې یهودان دوهم لوی اکثریت دی، خو په امریکا کې د اسلام دین ته د خلګو اوښتل په تیزۍ سره جریان لري چې له امله یې دغه وړاندوینه شوې.

په سروې کې ویل شوي چې د مسلمانانو د زیاتوالي دویم لوی علت به داوي چې د اسلامي نړۍ او اوروپا څخه به زیات شمېر مسلمانان امریکا ته هجرت وکړي، همدې دوهم علت ته په کتو د امریکا د جمهوري ګوند څخه احتمالي نوماند ډونالډ ټرمپ خپله انتخاباتي ایجنډا او شعار همدا جوړ کړی چې امریکا ته به د مسلمانانو په هجرت بندیز ولګوي، او دلته چې کوم امریکایان اوسي د هغوی لپاره به ځانګړي پيژندپاڼي جوړي کړي.

د ډونالډ ټرمپ دغه انتخاباتي شعار که یوه اړخه د سپيني ماڼۍ، حقوق بشر او ډیموکراټیک ګوند تر کلکو نیوکو لاندي راغلی خو بیا هم نوموړي په امریکا کې د همدې شعار او انتخاباتي کمپاین په واسطه توانیدلی چې زیات شمېر ملاتړي ځانته را جلب کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د همدی امله خو دامریکا په مشری نړیوال یهودی استعمار په کونه کی نوشادر اچول شوی ، کله دلته او کله هلته ټیزونه اچوی ، د کمونیزم په وخت کی یی د اسمان ستورو ته پناه وړله اوس حیران دی چه د اسمان ستوری هم د مسلمانانو د الله ج په چارج او قومانده کی دی هغوی به هم پناه ورنکړی چیری به ځی ، نو اخری فیصله یی دا کړی چه له کړو دسته داشته وسلو او وسیلو څخه د مسلمانانو په ضد کار واخلو که یی محوه او محار نه کړو لږ ترلږه زړه خو به مو تسلی… نور لوستل »