نظــر

په افغانستان کې د سولې په اړه ناسم تصورات

ليکنه ـ بدر منهاج –

سوله په دوه ډوله ده :

اول ـ رښتونې سوله

دوهم ـ د کابل اوسنيو واکمنانو ته د حکومت کولو خوندي فرصت برابرول .

د سولې لپاره د هيواد ، سيمې او نړۍ په کچه اوس چې کومې نارې پورته کېږي او هلې ځلې روانې دي ، که ژور فکر ورته وشي په هيواد کې د رښتونې سولې لپاره نه دي ، بلکه د دې لپاره دي چې اوسنيو واکمنانو ته له جګړې څخه د حکومت کولو خوندي فرصت برابر شي او په ډاډه زړه ورسپارل شوې موخې پر مخ بوزي.

د اوس لپاره په هيواد کې د سولې لپاره بېلابيل تصورات وړاندې کېږي چې نيږدې ټول يې د رښتوني سولې لپاره ندي. ځکه له هغه تصوراتو څخه چې وړاندې کېږي دا حقيقت جوت معلوميږي لکه :

اول ـ په سياسي قدرت کې د طالبانو شريکول

دوهم ـ د سولې لپاره د پاکستان د لمنې نيول

دريم ـ د طالبانو په ضد د تلپاتې او زورورې جګړې په مټ د سولې راوستل

لومړی تصور ځکه ناسم دی چې د طالبانو جګړه په سياسي قدرت کې د شريکېدو او د څو دولتي څوکيو د لاسته راوړلو لپاره نده . که د طالبانو مبارزه د څو څوکيو لپاره وای نو طالبانو به څو کاله دمخه دغه ډول سوله منلې وای او بله دا چې خپل حکومت به يې ړنګولو ته نه وای ورکړی بلکه له امريکايانو سره به يې يو سازش او جوړجاړی کړی وای او د دوی غوښتنې به يې د خپل حکومت د بقاء  او رسميت پيژندو په بدل کې منلې وای.

د سولې دوهم تصور ځکه ناسم دی چې پاکستان په طالبانو هغسې اغيز نلري لکه څنګه چې فکر کېږي او تبليغېږي .

څنګه چې پاکستان د افغانستان ګاونډی هيواد دی او په پاکستان کې ډير افغانان د مهاجرو په توګه اوسېږي او طالبان هم د افغاني ټولنې يوه برخه ده نو شونې ده چې پاکستان د طالبانو له ځينو مجبوريو نه په سؤ استفادې په طالبانو يو ډول فشار راولي ، خو طالبان دې ته نشي مجبورولای چې د خپلې مبارزې له اهدافو نه يې تير او د کابل واکمنانو ته يې تسليم کړي. او دا يوه غير عملي فرضيه ده .

د سولې د دريم تصور ناشوني توب هر د سليم عقل خاوند ته معلوم دی ، له تيرو پنځلسو کلونو را پدېخوا موږ د دې شاهدان يو چې طالبان د امريکا او ناټو د ټول نظامي ، استخباراتي او تبليغاتي زور سره سره بيا هم مخ په پياوړي کيدو دي او اوس يې په سيمه کې د يو مطرح نظامي او سياسي ځواک په توګه خپل شتون ثابت کړی. آن د سيمې او نړۍ ستر قدرتونه له دوی سره د روابطو او تماسونو په لټه کې دي.

د طالبانو اوسنی مبارزه د انګريزانو ، روسانو او د دوی لاسپوڅو سيکولرانو ، کمونستانو او نشنلستانو په ضد د هغې مبارز‎ې تسلسل دی چې له تيرو دوه سوه کلونو راپديخوا په بيلابيلو وختونو کې د افغانستان د آزادۍ او په افغانستان کې د سوچه اسلامي شرعي نظام د حاکميت لپاره دوام پيدا کړی.

په افغانستان کې رښتونې سوله هغه مهال راتلای شي چې کله د افغانستان سيکولران ، کمونستان ، نشنلستان او د دوی سيمه ايز او نړيوال ملاتړي د افغانستان تاريخي او عيني حقايقو ته تسليم شي او د افغانانو د اسلامي عقيدې ، اصيل افغاني فرهنګ او جغرافيې د تغير له سياست او ستراتيژۍ څخه لاس واخلي.

افغانان پريږدي چې په آزاده او آبرومندانه توګه د اسلامي شرعي نظام تر سيوري لاندې ژوند وکړي او واکمنان يې دينداره ، آزاد او صالح اشخاص شي ، نور افغانستان د تروريزم سره د جګړې ، آبادۍ ، تمدن او تهذيب او پرمختګ په نومونو د بدبختيو کندې ته ورټيل نه وهي.

له دې څخه پرته په افغانستان کې نه رښتونې سوله راتلای شي او نه جګړه ختميدای شي ، که کموالی پکې راځي دا به هم د لنډ وخت لپاره وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

تر اوسه چه مونږ کومی لیکنی څیړلی د منهاج صاحب دا لیکنه دهغو لیکنو له ډلی څخه ده چه ښه حقایق یی را سپړلی او یوه خبره یی غلطی نه لری ، او یا دا چه د منهاج صاحب سره ورته سیاسی دریز یا سیاسی پوهه لرو . الله ج دی اجرونه ورکړی او الله ج دی مونږ ټولو ته توفیق راکړی چه د حالاتو په څیړنو کی غیر له الله ج له بل چا ونه ډاریږو مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x