سلطان سلیمان القانوني

عجیبه او له پنده ډکه کیسه

کیسه کا چې د سلطان سلیمان القانوني ( 1520-1566) د قصر (دتوب قابي قصر) مسؤلینو هغه ته خبر ورکړ چې د ونو په بیخونو کې ډیر زیان میږیان پیدا شوې دي ، هغه د ونو بوټو ماهرین را وغوښتل او مشوره یې ورسر وکړه ، هغوی یوډول ځانګړې تیل ورته وښودل چې باید ونې په هغو تیلو غوړې شي نو میږیان به ووژني او ورک به یې کړي . خو د سلطآن سلیمان عادت و چې هر ووړ او غټ کار به یې د شیخ السلام په فتوي سره کاوه او پ دې کار کې یې هم دهغه فتوي ضرور وبلله ،

سلطان شیخ الاسلام ابو سعود الافندي ته په خپله ورغی څو فتوي ورن واخلي ، شیخ السلام په خپله ځای نه و ، په یوه کوچني کاغذ یې فتوي په یوه شعر کې ورته ولیکله :
إذا دب النمل على الشجر **** فهل في قتله ضرر ؟
یعني چې په ونو کې میږیان پیدا شي په وژلو کې خو به یې ستونزه نه وي ؟ شیخ الاسلام ورته ولیکل :
إذا نُصبَ ميزان العدل **** يأخذ النمل حقه بلا خجل.!!!
کله چې د عدل تله ودرول شي میږیان په بې شرمي سره خپل حق اخلي . د دي کیسي موخه داوه چې د عثماني خلیفه ګانو دي نیک او صالح خلیفه دومره کوچنی کار هم د وخت د شیخ الاسلام له فتوي پرته نه کاوه . را ځو د دې عثماني صالح خلیفه د وفات عجیبه کیسې ته .

کله چې سلطان سلیمان القانوني ویانا ته دسفر په مهال د زیکتو ر په جګړه کې وفات شو بیرته یې د هغه مړی اسطانبول ته راوړ ، د دفن له پاره یې چې هدیرې ته ووړ معلومه شوه چې ده وصیت کړی دی چې د ده یوصندوق به له هغه سره په قبر کې ږدي ، علماء چې خبر شول هغوی پوه شول چې دا به خامخا ډیر مال او یا ځانګړې جاهر وي او ویې ویل چې له خاور لاندې د دې قیمتي مال ضایع کول ناروا دي .

په دې پریکړه وشوه چې صندوق باید خلاص او وکتل شي ، کله چې صندوق خلاص کړل شو او په صندوق کې پروت سامان وکتل شو ټول علماء هک حیران شول !! ځکه په صندوق کې یواځي هغه فتوا وي پرتې وي چې په خپل ژوند کې یې له علماو نه اخیستې وې !!! د وخت شیخ السلام ابوسعود آفندي سخت ډیر وژل او ویې ویل : سلیمانه ځان دي خلاص کړ !! موږ به څه کوو که په دې فتواو کې خطا شوې وو !!

حامد افغان