شعـــــرونه

لاس کی قلم ونیسه

بلال باسل

که کامیابی غواړی راځه لاس کی قلم ونیسه
په اطمینان ښه په ډاډه لاس کی قـلم ونیسه

چی دی دلاری بل مشعل شی خپل مسیر ووینی
لکه سپین څراغ لکه ډیوه لاس کی قلم ونیسه

څه ګناه نده دواړه وکاروه يو ځای دی وی
تر ملا کړه توره او نیزه لاس کی قلم ونیسه

دحق دفاع دحق ملاتړ کوه په نره باندی
ګوره ډاریږه مه ښکاره لاس کی قلم ونیسه

تاته مو هیلی امیدونه او اسری ډیری دی
باسله تــه ،باســله ته، لاس کی قلم ونیسه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x