ادبي لیکني

له شاعر امين الحق سيال سره مرکه

محمد امین سیال
امین الحق سیال

زاهد کریمزی –

ځینې دوستان لکه د بوسو په څېر
په نیمه لار کی له شماله پاتې

د ټوپکي جانان همدغه ګټه
چی پښتانه شو بې کماله پاتې

امين الحق سيال

امين الحق  سيال مينه ناک انسان او  ځوان شاعر دی، په کم عمر کې ښه شعر ليکي د ادبي ناستو ښه ويندوي هم کوي، ډېر خبرې نه کوي، تل په ټيټ غږ غږيري. دلته مو له تاسو سره غږولی

زاهد کريمزی: ستا  په اند شعر يعنې څه؟

سيال: شعر هغه موزون کلام دی چی له زړه راپاڅی ا و زړونو ته لار کوي

زاهد کريمزی:  ستا په اند په شعر کې خيال يعنې څه؟

سيال: خیال یعنی شاعر خپل فکر د شعر په ژبه بیانوی چې دا دشعر مهمه برخه تشکیلوی کله چې په شعر کې خیال نه وی موجود نو هغه شعر بیا د بی مالګې خوړو په څیر وي.

زاهد کريمزی: شعر ته مو کله او ولې مخه کړه؟

سيال: شعر ته می په ۱۳۹۱ کال کې مخه کړه

زاهد کريمزی: په کوم وخت يا کوم حالت کې شعر ليکې؟

سيال: اکثره د چی می شعرونه لیکلی دی نو د شپی می لیکلی دی خو کوم خاص داسی حالت نشته چی ما دی پکې شعر لیکلی وی

زاهد کريمزی: په پخوانيو او اسنيو شاعرانو کې مو د چا شاعري خوښږي او ولې؟

سيال: که رښتیا درته ووایم نو زما شوخه شاعري خوښیږي نو هغه شاعر چې شاعري یی شوخه وی خوښیږي می

زاهد کريمزی: که شعر دې نه ليکلای،نو په ځان کې به مو څه نيمګرتيا حس کوله؟

سيال: که څه هم چې شعر یوه خدایی ورکړه ده خو که چیرته ماشعر نه شوای لیکلی نو ځان به مې واقعا نیمګړی احساسوه ځکه چی زه شاعری د خپل بدن یو غړی بولم او که می د بدن یو غړی نه وی نو زه به ضرور نیمګړی وم.

زاهد کريمزی: لومړنی شعر مو کوم دی؟ په خپل شاعرې کې مو کوم داسې شعر يا بيتونه دي چې تل مو په ياد وي؟

سيال:

که خزان لکه سپرلی مازیګر فرق لري دومره خپل پردی مازیګر
یو مسافر له خپله کوره یمه بل مې یادیږي وطنی مازیګر

ستاسو له کوره تر ګودره پورې. بوی احساسیږي عنبری مازیګر
جانانه بیا رقیب جوړه ولیدو. اوس به خبر شی هر سړی مازیګر

سیاله ناروغ غوندې ښکاره شوی راته  اوس به خبر شي هر سړی مازیګر

که په اخر کې راته د ځان په اړه څه ووايي، زوکړه، زده کړې.

اړه : امین الحق سیال د محمد ظاهر زوی د کندز ولایت د ارچي ولسوالۍ اصلی اوسیدونکی . فعلا په تخار کې اوسم . له نن څخه ۲۱ کاله پخوا د مهاجرت په دوران کې د پاکستان په باجوړ سیمه کې زیږیدلی یم له ښوونځي څخه فارغ شوی یم او فعلا په تخار ولایت کی د صحی علوم خصوصی انستتیوت د نرسنګ د څانګې د دریم کال محصل یم

دا هم د امين الحق سيال د شاعرۍ بېلګه

پښتو ښایسته ده لري ښکلی د رنګونو اسمان
ځکه خو ښکلی دی زما د غزلونو اسمان

هغه چی درد ووینی دلته شی باران د اوښکو
لکه چی یو دی ددې سترګو او د زړونو اسمان

د ښار لوګي یی د ښایست مخ ته پرده ګرزیږي
خود به توپیر لري د کلیو او ښارونو اسمان

د زړه په ځمکه مې ودان ستا د غمونو کلی
او پاس په سر ورته ولاړ ستا د یادونو اسمان

که سره یو شول سیاله دا درته په ډاډ وایمه
چی پښتانه به شي نړۍ کې د قومونو اسمان

زما د ژوند ځینې کیسې څه عجیبه غوندې دي
زه ترې الهام اخلمه دي څه الهامیزې سياله

نن يې ریبار ته وو ویلې ورته ووایه چې
ماستالپاره په لاسو ایښې نکریزې سیاله

راځه د ژوند خوږې ترخې کړو سره یو ځای تېرې
راځه د ژوند ټولې شیبې کړو اختریزې سیاله

زما غمونه د غزل چوکاټ کې نه ځایږې
له مجبورۍ نه مې شروع کړلې ټپیزې سیاله

دا مې ارمان دی چې مې دا ارمان په ژوند پوره شي
چې مو دا پاتې ورځې شپې شي سولییزې سیاله

غزل

سترګې لرو خو څه پری نه وینو دا څه کیسه ده.
قلمه دا لکه چی ستا د بیلتانه کیسه ده.

دا چی یو بل ته کتی نه شو له یو بل شرمیګو.
همدغه مینه ده همدغه بس د زړه کیسه ده.

ورځ په یوه دښته او شپه می وي په بله دښته.
زما د ژوند کیسه بس ټوله د شپانه کیسه ده.

نن خو چاودنې له یو داسې ځوانه ژوند واخیسته.
چی یی په کلي کې روانه د واده کیسه ده.

پلار یی شهید شو زوی یتیم شو مور پری بوره شوله.
افغانستان کی دا دهر یوه کاله کیسه ده.

له زلمیتوب تر بوډاتوبه په ټوپک پسی ورک.
سیاله همدغه د پښتون د ژوندانه کیسه ده

غزل

زمونږه مینه بی وصاله پاتې.
وي به تر عمره بی مثاله پاتې

ځینې دوستان لکه د بوسو په څیر
په نیمه لار کی له شماله پاتې.

د ټوپکي جانان همدغه ګټه
چی پښتانه شو بې کماله پاتې

د کلي پیغلې اوس ګودر ته نه ځي
ځکه چی کلی بی کولاله پاتې.

همزولي ټول مې شول له سیال سره سیال.
یواځی زه پکې بی سیاله پاتې.

ټاګونه

ورته لیکنې

Back to top button
Close
Close