اقتصادنړۍ

حبتور: د خلیجي هیوادونو پیسی به د ټرمپ په انتخاب له امریکا څخه ووزي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل):  د متحده عرب اماراتو یوه تاجر ویلي چې خلیجي هیوادونو تجاران به د امریکا څخه خپل پيسی وباسي که چیري په امریکا کې د ولسمشر په توګه ډونالډ ټرمپ انتخاب شي.

خلف الحبتور د متحده عرب اماراتو یو د مالدار ترینو تجارانو څخه دی، نوموړی پلان لري چې په راتلونکو کلونو کې په امریکا نوره پانګ اچونه هم وکړي، خو وايي که چیري امریکا ته زما په ورتګ بندیز وي، بیا به زه ولي هلته پیسی بندوم.
نوموړی وايي یوازي زه نه بلکي د خلیج هیوادونو اکثره تجاران به د ټرمپ د انتخاب په صورت کې دې ته اړ سي چې خپل تجارتونه له امریکا څخه وباسي.

حبتور ددې تر مخه د ډونالډ ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې مرسته کول خو وروسته تر دې چې هغه د مسلمانانو پر ضد بیانونه ورکړل، حبتور هم غواړي چې نور د هغه په کمپاین کې مرسته ونه کړي.

حبتور
حبتور

حبتور ویلي چې امریکا به خپل اوسني ډیر تجارتونه له لاسه ورکړي، خلک به خپل د پانګي اچوني پلانونه لغوه کړي، زه په دې پوره باوري یم.

هغه زیاته کړه: «ځکه چې ته ما په خپل هیواد کې نه پریږدي، نو زه به څرنګه خپل پیسې ستا په هیواد کې په کار اچوم، زه باوري یم چې اکثره خلګ به د امریکا څخه راووزي، او دا به په امریکا کې د بې کارۍ لاره هواره کړي.»

د حبتور د شرکتونو مجموعه د موټرونو، هوټلونو او تعمیر جوړوني کاروبار کوي، غواړي چې په کال ۲۰۱۶ کې په امریکا او اورپا کې د ۲ بلیونه درهمو (۵۴۴.۶ ملیونه) په قیمت هوټلونو کې پانګه اچونه وکړي.

د کتونکو په نظر که د خلیجي هیوادونو نور تجاران هم ورته نظر ولري، نو دا به په رشتیا هم د امریکا لپاره یوه لویه ستونزه ایجاد کړي، او په دغه هیواد کې به د بې کارۍ کچه لوړه کړي.

امریکا او متحده عرب امارات په منځني ختیځ کې تر ټولو ډیر کاروبار سره لري، چې په کال ۲۰۱۴ کې دوه اړخیزه تجارت ۲۵ بلیونه ډالرو ته پورته شوی وو، چې په هغه کې د متحده عرب اماراتو له لوري د امریکا څخه د الوتکو او دفاعي سیسټمونو پیرودنه هم شامل وو.

بل لوري ته د سعودي ملیاردیر ولید بن طلال هم ټرمپ یو ناروغه شخص بللی وو، خو نوموړي د امریکا څخه د خپل تجارتونو د ایستلو ګواښ نه وو کړی.

ویل کیږي چې د خلیجي هیواد قطر واکمنه کورنۍ هم په راتلونکو پنځه کلونو کې اراده لري چې په امریکا کې ۲۵ بلیونه ډالرو په اندازه نوره پانګه اچونه وکړي، چې د لغوه کېدو په صورت کې به یې امریکا ته لویه ضربه ورسیږي.

ډونالډ ټرمپ چې خپله هم یو کامیابه تاجر دی، او په خلیجي هیوادونو کې ډیر تجارت لري، ددې تر مخه چې د مسلمانانو په خلاف کمپاین وکړي، د خلیجي هیوادونو د تاجرانو خوښ کس وو، خو وروسته تر هغه چې خپل کمپاین یې د مسلمانانو پر ضد پیل کړی، مسلمان تاجران د نوموړي سره بدګمانه شوي دي.

حبتور رویټرز ته ویلي: م«خکې تر دې چې ټرمپ پر مسلمانانو د بندیز خبره وکړي، ما دده ملاتړ کوی، ځکه چې زما په نظر امریکا په اوس وخت کې د سیاست پوه پر ځای، یوه تاجر ته اړتیا لري خو زه اوس د ټرمپ خبرو ته حیران یم.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x