شعـــــرونه

د استاد محمد ياسر د زوی خوب


يادونه: دغه شعر د استاد محمد ياسر د زوی «احمد ياسر» دی چې خپل پلار يې په خوب ليدلی او همغه خوب يې شعر کړی دی.
احمد ياسر

کلونه پس مې دی ليدلی خپل پلار جان په خوب کې-
عمرونه پس مې کړو پيدا د زړه درمان په خوب کې

ورته له سترګو مې روانې شولې تړمې اوښکې
په زړه فرياد و او وې اوښکې په چشمان په خوب کې

له خوشالۍ مې ورته شونډې په موسکا واوښتې
نصيب وصال شو او خدای ورک کړلو هجران په خوب کې

زما سپين مخ باندې رڼې اوښکې شبنم ښکارېدې
کړو يې شروع دخپل شهيد بچي بيان په خوب کې

رانه پوښتنه يې د ګران امير منصور صيب وکړه
راته يې وستايه د هغه ټينګ ايمان په خوب کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x