نړۍ

دسعودی راتلونکی ته کتنه

د سعودی او د نړی د روانو لړزیدلو او لغزیدلو  حالاتو د کتنی او څیړنی له مخی د سعودی راتلونکی وخت  له تاریکو او وسوسو ډک او پړسیدلی  ښکاری ،  د هر مثبت او یا منفی بدلونونو د راتګ  امکانات  پکی احساسیږی ،   سعودی د ټولی اسلامی نړی د تجمع ځای دی ، د اسلام  اخرنی پیغمبر هلته مبعوث شوی ، قران کریم  هلته نازل شوی او د مسلمانانو قبله ( کعبه ) هلته او د  مسلمانانو د حچ ارکان هلته تر سره کیږی  ، نو الله ج دی ورپکی مثبت او موټر  بدلونونه رامنځته کړی .

سعودی کی د سلفیانو ډله ، چه  د اوسنی سعودی شاهی کورنی  سیاسی قدرت  ته د رسیدو سره سمه  د محمد بن عبدلوهاب تر مشری یا رهبری لاندی رامنځته شوه ، 

د شاهی کورنی سره نزدی اړیکی لری د ټولو مذهبی کارونو مسولیت  او پرمخ وړل د دوی  تر واک او رهبری لاندی وو او دی .  ، د  یو بل  د  حمایه کولو او سپورټولو ژمنی سره لری .  د  ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له پیښی وروسته دغه ډله  په  نورو ډلو ټپلو  وویشل شوه  ، چه  یوه یی اوس هم د شاهی رژیم سره په ژمنو کی وفاداره   پاتی  او بله یی  د شاهی کورنی له  بارنی سیاست سره ( چه د امریکا سره ډیری نزدی اړیکی لری)  ناخوښه او په دهران کی  د امریکایانو په نظامی شتون باندی سخته نیوکه او کرکه  لری  په هره وسیله چه وی  دا امریکایانو د وتلو غوښتنه لری ، کومه  چه د مرحوم  عصامه بن لاډن  غوښتنه هم وه.  سربیره  پردی د امریکا دیموکراسی د اسلامی نظام سره په مقابله کی ګڼی ، دا هغه ډله ده چه امریکا یی  اوس د  القاعدی پوری تړلی  ګڼی  . همدارنګه داډله هر شاهی نظام  د اسلامی نظام  د اصولو او شریعت خلاف  او  دواړه ( شاهی او جمهوریت )  شیطانی نظامونه بولی.

ددی ډلی  نوم شته  خو جسم یی نه ښکاری یعنی مبارزه یی ډیره مرموزه او د زمکی لاندی په  پټه مګر  ډیره موزونه او مدبرانه ده ،  د  سعودی او امریکا  استخبارات  ډیری وسی کوی چه ددی ګوند مرکزی هسته ځانته معلومه او له منځه یوسی  مګر تر اوسه  په دی ډير لږ او یا هیڅ نه دی بریالی شوی ، مګر  ډیر تند بوی یی  په سپیږمو ورځی  ،او  ډیر لوی خطر  احساسوی چه شته دی .

د امریکا ستخبارات (  لکه د امریکا  د نظامی هډو په شان )  د نړی په ډیرو حتی ټولو ملکونو کی  په ډیر قوت او حاکمیت شتون لری ، تر دی چه د هغو ملکونو له استخباراتو  او ملی امنیت څخه د امریکا د استخباراتو  معلوماقت ډیر دقیق  او تر دی چه  د ڼړی په ډیرو ملکونو کی ښکاره او پټ زندانونه لری .د هر ډول شکنجو او اعدامولو صلاحیت او وسیلی لری  چه د هغه ځای حکومتونه هم  خبر نه لری  . د همدی امله دوی خپل ګوډاګی رژیمونه  ژغورلی شی  او  لا په  هغه ملکونو کی  رژیمونه  نسکوروی .  نو سعودی  چه د امریکا د پاره ډیر زیات اهمیت لری د امریکا استخبارات په ډیره پراخه کچه او په  ډیر قوت او احتیا ط  شتون لری ،  او بل دا چه  امریکا غواړی چه د سعودی نظامی قوت  د پاکستان دنظامی قوت یا ایساف  په شان وکاروی  لکه څه وخت مخکی چه یی یمن او بحرین  ته ولیږل.   نو  سعودی کی د امریکا د قوی او ځانګړی استخباراتو شتون ته اړه ده .

د سعودی شاهی کورنی  د انګریزانو په لارښودنه  او سپورت  تر اوسه  د خپلی کورنی د سیاسی قدرت د ساتنی د پاره ډیر ښه پلانونه  په کار اچولی وو ، چه  یو ډیر مهم پلان یی هم د ا د سلفیانو سره د دوی هماهنګی  او یا یو له بله ګټه اخستل وو ، د سلفیانو په شتون کی  بلی اسلامی  سیاسی ډلی ته د کار کولو او د سیاسی فعالیتونو اجازه نه وه او نشته   ،   د دوی بل مهم بلان  د  سلفیانو په واسطه  د حرمینو ابادی او چلول وو   چه په  دی کار  نه یواخی د سعودی بلکه د ټولی  نړی مسلمانان خوشاله وو او دی  . دریم  ډیر مهم کار چه اصلا سلفیانووکړو  مګر د شاهی کورنی  نوم هم ورسره د خلکو په  زړونو کی ځای ونیوه  هغه  په اسلام او مسلمانانو کی یی  د بدعت او د  اسراییلاتو مخه ونیوله  ، که څه هم دی کار د ټولو شیعه ګانو مخالفت د سعودی  او سلفیانو سره زیات کړو  خکه    په دوی کی اسراییلیالتو ډیر نفوذ کړی  تر دی چه د مسلمانانو په مقابل کی د شیعه ګانو مضخرفات کفایت کوی ،  د سنیانو او شیعه ګانو له دغو اختلافاتو  به  امریکایان په خپل راتلونکی پلانونو  کی کار اخلی  چه خپلو کی  یی سره وجنګوی  ، لکه همدا اوس ایران ته د اتومی  وسلو جوړولو اجازه او سعودی ته د   ډیرو  پرمخ تللو الوتکو  او نورو عصری جنګی مهماتو  ورکړلو ماته  په دی هکله د یو دیپلومات خبره را په یاد کړه   چه د سعودی د حکومت له  کوم شهزاده څخه یی د دغه جنګی الوتکو په هکله پوښتنه وکړه چه (  چه سعودی به  دا  جنګی الوتکی د اسراییلو په ضد وکاروی ؟ د سعودی مسول ځواب ورکړو ، چه دا الوتکی  به له  اسراییلو غیره د بل هر چا مقابل کی وکارول شی) ، له دی امله  مونږ باید د ایران او سعودی  ترمنځ  تباه کونکی جنګ پیشبینی کړو .

د سعودی کورنی د ډیرو ورونو  له درلودلو محکتیا درلوده  ،  چه خپل منځ کی د پاچاکیدو د  پاره یی  وار  ټاکلی وو  دی کار د دوی د جګړو مخه نیولی وه  او د دوی عمر یی زیات کړی وو  ،خو  اوس یواځي دوه یادری ورونه پاتی ، چه د هغو عمرونه هم له ۷۰ کلنی زیات دی  ،  د دوی ورپسی نسل چه یو د بل سره به دترونو  زامن  او هر یو به ځان د شاهی مقام مستحق ګڼی  ، د بلی خوا  دوی په  ډیرناز لویدیز کی لوی شوی او روزل شوی  ،  نو اسلامی پوهه  او کړنی به یی هم کمی وی  نو  د  قدرت تر لاسه کولو د پاره د ډیرو کودتاګانو امکانات شته ،  او که د دوی ترمنځ کوم یو تر نور و  فهرمان هم پیدا شی  مګر د خلکو د ظلمونو په مقابل کی به د ملت د پاڅون د ماتیدو  توان ونه لری   او سعود ی به هم د  د اخلی ګډوډیو ښکار او لا به د ایران  سره  په جنګ کی شی.

که د سعودی حکومت  د تزلزل دی کچی ته ورسیږی دا به  د امریکا د خدایی  اعالن وی .  له هغه وروسته به امریکایی اسلام رامنځته کیږی ،  د قران  څخه به د جهاد ایتونه  لیری شی  ،   د ټولو خلکو رسمی او سیاسی دین به دیموکراسی او د  تولی نړی  حکومتی سیستم په فیدرالی او سکولریستی وی  چه  بایتځت به یی واشنګټن خو قومانده به له اسراییلو ورکول کیږی  ، دا به زما  په خیال د  د جال د راتګ د استقبال ورځ وی  ، مقاونه به د استعماری ایزمیانو په لاس کی   خومقرری او برطرفی به یی د یهودو په واسطه ترسره کیږی او معاشونه  به واشنګټن ورکوی .

د امریکا  پالیسی چه د یهودوله خوا  او د هغو په واسطه تعقیبیږی ، دوستی او د شمنی یی د خپلو ګټو په اسا س ده  که امریکا په دی پوه شی چه د سعودی شاهی کورنی نوره  د دوی د ګټو د ساتنو د پاره مناسبه نه ده  نو بیا د ایران  او مصر د شاهانو په شان تری نه یواځی لاس اخلی بلکه په ضد یی د رقیبانو او دشمنانو سره ملګرتیا  کوی . امریکا په سوریه کی  د بشارالاسد او مجاهدینو دواړو سره د دوستی او دشمنی پالیسی لری غواړی چه دواړه  له پښو وغورڅوی خو په پټه هر یو داسی فکر کوی چه امریکا یواځی زما ملګرتیا کوی خو خبره د دواړو خواوو سره سرچپه ده  ، غواړی چه یا  ټوله سوریه په اور واچوی او یا پکی خپل لاسپوڅی حکومت رامنخته کړی ( دا بیل اوږد بحث دی)  . داسی  ښکاری چه سعودی خپل حامی امریکا  له لاسه ورکولو کی ده کوم چه د سعودی شاهی کورنی ته د پلار حیثیت درلود چه امنیت یی ورله ساته  او امریکا ته سعودی هم  د  مور حیثیت چه  توری شدی  به یی تری  تر ګوتو کولی .

امریکا ته اوس وخت کی هلته   ( که کوم دیکتاتور شهزاده پیدا نه کړی )  مهمه خبره داده چه سعودی کی د اسلامی نظام د رامنځته کولو مخه ونیسی چه د سعودی د اخوان لمسلمین او یا د  سلفیانو هغه ګروپ ( چه د سعودی څخه د امریکایانو د نظامی بیس د ایستلو  په ضد جد وجهد کوی )  په واسطه به رامنځته کیږی  . امریکا به د  د اسلامی نظم  د مخنیوی د پاره  د ایران شیعه ګانو ته قومانده  ورکوی چه په سعودی حمله وکړی  اسراییل به ددی جنګ رهبری کوی . په توله نړی کی به د سنی او شیعه  جنګونو بنسټ کیښودل شی  او امریکا به  د دواړه خواو سره (  لکه اوس چه یی سوریه کی  کوی ) تر هغی نظامی مرسته کوی چه دواړه خواوی له منځه ولاړی او یا د امریکا غلامی او بندګی ته غاړه کیږدی او د اسلام پرځای د دیموکراسی شیطانی دین قبږل کړی الله ج فرمایی دوی تر هغی تاسو سره جنګیږی چه تاسی د دوی دین ومنی   .

 د نړیوال حکومت د رامنځته کولو پروژه  د نړیوال مقتدر ګوند ( ماسونیزم )  په لاس کی ده  چه  نظامی مرکز یی امریکا او سیاسی مرکز یی اسراییل دی.  په ټولو هیوادونو  کی غړی لری،  د نړی ټول  لوی سرمایداران  د دیموکراسی شیطانی دین  د سیوری  لاندی په دی ګوند کی غړیتوب لری په هر ملک ، قوم او دین کی پلویان لری .  دوی د نړی دهر هیواد  د تسخیرولو د پاره اول ایزمونه هغه هیواد ته لیږی  تر څو ددی ایزمونو په واسطه هغوی  بی ځانه او بی ضمیره  کړی ، له نظامی یرغل وروسته  ایزمیانو ته ټول قدرت او ټولی مهمی دندی  وسپاری  هغه ایزمیان بیا د هغه ملک  نمایندګی کوی ، وخت ناوخت د استعمار په اجازه ( لکه زمونږ کرزی) د استعمار په ضد خبری هم  کوی تر څو په دی واسطه یی نوره ناولتیا هم  خلک  قبوله کړی .

په هر صورت ، د (   ۲۰۰۱  کال د سپټمبر پیښه ) د نړیوال حکومت د تاسیسولو د پاره  ډیره مهمه  اوکلیدی مصنوعی  پیښه وه ،  ماسونیزم نوره نړی خبله  کړی وه ، یواځنی خنډ دوی ته اسلامی نړی وه ، د اسلام او مسلمانانو په ضد یی  ، د نړیوال تروریزم جنګ  راوویست ،مسلمانان یی تروریستان او اسلام یی د  تروریزم دین وباله ، په داسی حال کی چه  د اسلامی نړی  سیاسی قدرت یی هم تر لاسه کړی وو .  ډیر کم  ملکونه وو  چه هغوی  ورته تر اوسه نه وو تسلیم شوی ددغه  هیوادونو څخه یو زمونږ هیواد چه اسلامی امارت یی  رهبری کوله  (بی وسی  مګر نزدی وو چه د  اسلامی نظام په  پلی کیدو بریالی شی ) .

 زمونږ هیواد د اسلامی نړی د  پاره د پښو او لاسونو او سعودی د اسلامی نړی د پاره د زړه  او مغز حیثیت لری ،  نو د زړه یا مغز د پاره امریکا  پورتنی پلان په نظر کی لری او د افغانستان دپاره یی  نظامی یرغل  په پلان کی درلود ا چه د اسلامی نړی پښی او لاسونه قطع کړی بیا نور جسم څه نه شی کولی  او له هغه وروسته به د نړیوال حکومت اوخدایید اعلانولو  دعوی وکړی .

زه باور لرم ، دا لیکنه ډیره مهمه ځکه ده  ، چه  همدا د ماسونیزم راتلونکی پلان دی ، داسی فکر کوم چه مونږ د انسانی پاتی ژوند په ډیرو اخری مرحلو کی ژوند لرو ، مونږ  باید یا د  عزت ژوند او یا د عزت مرګ ولرو  ددی تر منځ ژوند  غلامی او تباهی ده  مونږ  باید هر ډول هلو ځلو ته لاس واجوو چه  د الهی په دی لویه ازموینه کی بری لیک تر لاسه  کړو او دعا ګانی وکړو چه د مسیح دجال له فتنوڅخه  مو  وژغوری  دا اخطار هر پیغمبر خپل امت ته اورولی دی  ، مونږ د دجال د فتنو په دور کی دازموینو لاندی یو ، دا دیر حساس وخت دی مونږ  تر پخوا ډیرو هلو ځلو ، احتیاط او دعاګانو ته اړه لرو  چه خپل ایمان او اسلام وساتلی شو الله ج دی زمونږ حافظ او ناصر شی امین .           ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x