نظــر

پکه دادي لابله سپکه

kashafدکرزي دعلماووشوری  په یوفوق العاده بیان کي  ویلي چي :که امریکادبګرام زندان چاري  دکرزي حکومت ته ونه سپاري  اشغالګرځواک به وبلل شي  .شوری دکشاف په مشري  په بې ساري انکشاف کي  په لومړي ځل خپل  ټاکل شوي مسیرته  یوسل واتیادرجې تغیروکړ،مخکي به یې یوازي دارګ په مېلمستیاووکي نمایشي ګډون کاوه اوپه دوه درې کاله کي به یې دافغانستان څخه دانځوریزورسینوپرپرده  دهاليوډاوبالیوډدسکس فلمونودجوازاونه جورازپه اړه خوله چوله کړه .پرادارې فساد،سیاسي سوداګریوپه تېره دیرغګروځواکونوپرچاپو،وژنو،نیونو،توهینونواوډول ډول وحشیانه کړنو یې خولې ګنډلې وې .

 دوی چي دیرغلګروکوم عمل ته  عکس العمل وړاندي کړی فقط داترې معلومیږي لکه اشغالګروعسکروچي تېره لسیزه کي شپه اوورځ پرخلګوحلواویشله  اوس یې یوازینۍ سرغړونه  همداوي  چي  دبګرام زندان چاري دکابل ادارې ته نه ورکوي .

۱-داچي همدې ځواکونودپراخ وژونکووسلواوبارودوپه  زوردافغانستان خاوره لاندي کړه اشغالګرنه وو ؟.

۲-چي په لسهاووزره افغانا ن یې دخپلوکورونوترخارواوخزلولاندي شهیدان کړل یرغلګرونه وو؟!،

۳-چي دولتي تاسیسات  اوټولګټي ځایونه یې په بمونوکنډوکپرکړل  نیواکګرنه وو؟!

۴-چي دشپې اوورځي دارګ له اجازې څه چي دخبرتیاپرته دهیوادپه لراوبرکي چاپې وهي  اوعملیات کوي نیواکګرنه وو؟!، ۵-چي  بې اجازې اوویزې له افغانستان څخه ځي اوراځي ،ډول ډول وسلې وړي اوراوړي اشغالګرنه وو؟!،

۶-چي په همدې بګرام  اودهیوادپه نوروځایونوکي یې عظیم الشان قران وسوځاوه اوپه مرمیویې سوری سوری کړیرغلګرنه وو؟!،

۷-چي ماشومان اوښځي یې په سپیووداړلې  اومسجدونه یې پرې تلاشي کړل  اشغالګرنه وو؟!،

۸-چي په لسهاووزره هیوادوال یې دښځو،ماشومانواوبوډاګانوپه ګډون شهیدان ،ټپیان اوپه هیوادکي دننه اوبهربندیان کړل یرغلګرنه وو؟!.

خو نن یې چي ستاولسمشر!! دپرله پسې ډیروننواتو،ژړاوواواخطارونوسره سره په بېساري ډول خپل ولس اونړیوالو ته سپک کړاوس اشغالګرشول ؟!،هغه هم  په دې شرط  که یې بګرام زندان ورته ونه  سپاره ؟!!.

دببرک دشؤن اسلامي  پرمسندنصب دکرزي دعلماووشوری مشرکشاف اوملګري چپن پوښان یې لس کاله دفیل په غوږکي بیده وو ،ځکه افغان ولس خوهمدې وحشتګرتاړاک ته له لومړۍ ورځي  راهیسي دیرغګرځواک په سترګه ګوري  ، افغان ولس یې پرضدوسله وال سرتاسري پاڅون  کړی ،دخپل ویاړلي ټاټوبي څخه یې دهمدې یرغلګرودشړلوپه خاطر رازرازتکلیفونواوکړاونوته اوږه ورکړه ،کلي او کورونه یې پرېښودل ،تندي اولوږي ،ګرمۍ اویخونه یې په ځان ومنل  ،خوله جهادڅخه یې لاس وانخیست .

کرزی + مقننه + قضائیه + معاصرشؤن اسلامي  ټول  په یوه خوله مني  چي دبګرام زندان نه ورسپارل  دافغانستان ملي حاکمیت  اوخپلواکي  منتفي کوي ،یعني  حداقل  له تیروڅه کم دوولسوکلونوراهیسي بیاترهغوچي  دوی دیادشوي محبس واګي  نه وي ترلاسه کړي  افغانستان له ملي حاکمیت اوخپلواکۍ څخه بې برخي دی !.

دافغان ولس دروان جهادله امله  یرغلګرځواکونه اوس  اډې تخلیه کوي ، له افغانستانه دوتلوخپلمنځي سیالۍ کوي ،بې شمېره چورلکي ،الوتکي ،زغره والي ګاډي اوډول ډول نقلیه وسایل اووسایط  یې داورخوراک شول .دپنټاګون دوروستي اعتراف له مخي  چي  په زرهاوویرغلګرعسکریې په افغانستان کي مجاهدینووژلي  اوپه لسهاووزره یې ژوبل شوي  دي .

کشاف ،سیاف اوامثال به یې هغه وخت  په افغانستان کي دیرغلګرځواکونوشتون ته داشغال نوم ورکوي که یې دبګرام زندان ورته ونه سپاره .دوی بیچاره ګان اوس هم په همد ې اوتوبوتودولس غولوني خوبونه ویني ،پداسي حال کي چي  ولس  لوبه ګټلې ده .که دوی نیواکګرایتلاف  په دې یاهغه شرط اوقیداشغالګربولي یانه ،خوولس ترې په غوره انتخاب کي مخکي شوی دی  .

میوندسادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x