حافظ سعید

د داعش سیمه ایز مشر حافظ سعید د وژل کېدو ادعا وشوه

نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت چارواکي ادعا کوي چې د داعش ډلې له خوا د سیمې لپاره نومول شوی مشر حافظ سعید په اچین ولسوالۍ کې د امریکایانو په بمبار کې وژل شوی دی.

د سیمي خلکو نن ټکی آسیا ته ویلي چې نوموړی د خپلې ډلې د یو شمېر نورو مشرانو سره هغه وخت په نښه شو کله چې د طالبانو تر محاصرې لاندي راغلی و، او نږدې و چې ژوندی ونیول شي.

باید وویل شي د حافظ سعید د وژل کیدو په اړه مخکې هم ورته خبرونه نشر شوي چې وروسته ناسم ختلي.
د ننګرهار ولایت ویاند او د اچین ولسوال د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې حافظ سعید د خپلو ۱۲ تنه مشرانو ملګرو سره د اچين ولسوالۍ د عبد الخیلو په سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شو.
د اچین ولسوال غالب مجاهد رسنیو ته ویلي چې د داعش مشران په یاده سیمه کې په یوه کور کې را ټول شوي وو او د امریکايي الوتکو له لوري په بمبار کې په نښه شوه، نوموړي ویلي چې بمباري ډیره زوروره وه او تر ډیره پر هغه کور اورونه بل وه.

حافظ سعید تیر کال د داعش (اسلامي دولت) ډلې له لوري د خراسان ولایت (افغانستان او پاکستان) لپاره مشر ټاکل شوی و، چې له ټاکل کېدو سمدستي وروسته دغې ډلې لومړۍ جګړه د طالبانو پر ضد پیل کړه او په ننګرهار ولایت کې یې زیات شمېر طالب قومندانان او عادي افراد ووژل چې له امله یې طالبانو هم د دوی پر ضد په ننګرهار، زابل او فراه ولایت کې پراخ عملیات وکړل.

د ننګرهار یو شمېر ولسي مشران او چارواکي د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت اداره په دې تورنوي چې په دغه ولایت کې د داعش ملاتړ کوي، داسي هم ویل شوي چې یو شمېر نامعلومې الوتکې ددغه ډلې جګړه مار له یوه ځایه بل ځای ته انتقالوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د