نن په انځورونو کي
په کابل کې یو وار بیا د ایران په ضد لاریون 2011-1-13
(نن ټکی آسیا) د ایران په ضد یو واری بیا په کابل کې ستر لاریون سوی، لاریون چې د ایران د سفارت مخکی وسو، په کښی په سوو کسانو ګډون کړې وو، او د یران د سفارت مخ یې په سره رنګ باندی ویشتي، دوی ایران د 45 افغانانو په پانسی کولو تورن کړ، او د ایران په ضد یې شعارونه ورکړل..
څو ورځی مخکې هم د ایران په ضد یو ستر لاریون سوی وو، چې په کښې ګډون کوونکو یې د ایران سره د تجارت په اړه ځینی غوښتنی لرلی، مګر دا ځل د لاریون ګډونکو ایران نه وغوښتل چې د افغاني مهاجرینو ته پام وکړي او د هغو سره ظلم ونه کړي.
نیټه: 2011-1-13
لاریون کوونکی د ایرانی اولس مشر احمدی نجاد عکس تر پښو لاندي کوي.
په لاریون کې ښځو او ماشومانو هم ګډون کړی وو