شعـــــرونه

غربي دیموکراسي

دا ښه شوه  که نه بده ،چې غربي دیموکراسی شوه؟
روا دې په قانون کې ناروا بې ناموسي شوه

قاتل او غل دواک ،تخت، زور او زرو خاوندان شول
حمله په پردي سر،مال او ناموس هم میراثي شوه

بدلو افغانانو یو او بل ته زیری ورکړ
نېشه دي،ټول ګډیږي ،چې خطبه په انګلیسي شوه

هریوه ټګمارخپل ځان ته وریښمینې جامې پيدا کړې
پردی دلته هغه شو ،چې جامه یې کرباسي شوه

هریو ماشوم په مُد برابر خت او پرتوږ غواړي
دا جبر دتاریخ دی،دُنیا ټوله لباسي شوه

لارنس کافر هریوه ته څوطلاوې ورډالۍ کړې
یوه هم سره طلا نه وه ،هره یوه روپۍ میسي شوه

دستیژ په سر ولاړ خره او غوایه ته چکچک کیږي
حاصل ددې صحنې یوه بې پروا سوټیکراسي شوه

هندو ،جټ او جولاته دافغان په نامه خم شو
افغان خو داسې نه وي ،دا دچا دیپلوماسي ده

بدبخت غربي وحشت دشریعت سره پتلیز کړ
دا ډول اداره خو نه غربي  نه عباسي شوه

پښتون ملت داحق لري،چې مخ ته ئې ورتوکړي
دی څوک شو؟ چې رسمي  او ملي ژبه ئې پاړسي شوه

بل چېرته لږکي دډیرکي په ……سواره دي؟
یوه ډمه دوزیړه ،ملالۍ دې چپراسي شوه

یونو،ناتو،کاوبای او کرزي غول ورپکې وکړل
دموږ قانون بوین شو،لانجه داده  اولسي شوه

په لوړغږ دبشر دحق او سولې ډنډورې دي
دقتل او زنا کومه دوسیه نن بررسي شوه؟

غربیان هڅه کوي ،چې دافغان نطفه خنثا کړي
نور ښځې نه بلاربېږي،هره یوه پټه خسي شوه

باور لرم ،چې زر به دنوبل جایزه واخلي
ښه وَرځي په نیکر کې ،سلکلنه هوسي شوه

پرچم ته دبریژنېف دخدمتونو په بدل کې
د(نور) یوه پښتنه خور ارتینه دیوه روسي شوه

دتا پلارنی کوریې په ناپالم بم سره وران کړ
هغه ناوړه پيښه دسپوږمۍ نه عکاسي شوه

ډیر پاک ځوانان او پېغلې ددښمن په دام کې بند شول
چې دوی یې خوري ،هغه دانه  ډار،غچ یا تنګلاسي شوه

په خپل ناموس مین ټول سنګرونو ته وردانګي
په خپل کورکې دناستویې پلمه کمنفسي شوه

رښتیني مجاهد ددار په سرخپله ساه ورکړه
ګناه یې په قضاکې آزادي او پاکنفسي شوه

زه هیڅ وخت دجاهل اوبېګانه نه ګیله نه کړم
دما د آه سبب دیار جفا او بې کسي شوه

په ارګ کې په یوستر ډک دسترخوان مچان راټول شول
دا وضع خو په ګټه دچاپلوس،پست او عاصي شوه

پلو،چلو،ویسکي ا و وُدکازیب دمیز دسردي
کباب د وري او چرګ،نرمه غورمه یې دخوسي شوه

امیر امان الله  ترتورو تیږو لاندې ژاړي
شلغمه یې نصیب ددوست ،اشنا او کړوسي شوه

دعقل او علم لمرراوخوت ،سپین سبا شو
رسوا توره تیاره،توره بلا او مایوسي شوه

جاهل په جهالت سره هېڅکله نه ورکیږي
دپوهې پرمختیا دجاهلانو بې وسي شوه

دتا قلم په ژبه ټول بېسده  را په سد شول
بې واکه هم جفا،هم بې ستري ،هم چاپلوسي شوه

ښۍ خوادسپین پالنګ ته هورمونونو  ورتشویق کړې
دچور لیونۍ مور  لور وارخطا او وسواسي شوه

دښه نیت او انصاف مشوره داده په ځان ګرانه!
لنګړته ورنه تاو کړه! زمانه درته آسي شوه

لَوَړ چې درسره دی،ولې کارنه ورنه اخلې؟
دتاد سیاستونو طریقه هم نن دووسي شوه

چا؟ څه وخت ؟،چېرته؟ولې؟کومې لوبې په تا وکړې؟
همدغه یوه پوښتنه اې پښتونه! اساسی شوه

زارۍ ،غورې،دروغ او چاپلوسی ورپکې نشته
مه وایه!چې دا شعر هم شاهنامه دفردوسي شوه

کېدی شي ،یو څوک ووایي ،چې (وړ) به لېونی وي
حق وایي،دټولنې رنځوري یې سرګنګسي شوه

محمد فاروق (وړ)
زولینګېن،جرمني
۰۵،۰۵،۲۰۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x