شعـــــرونه

څرګند دريځ

دريځ  څرګند کړه  په ميدان خبره سپينه وکه

ولې دې خرڅ کړلو ايمان خبره سپينه وکه

ته او لوی خدای دې چې کفارو سره نه يې ولاړ؟

څه درته وايي خپل وجدان خبره سپينه وکه

د استشهاد خلاف خو ښه په ډاډ فتوی ورکوې

په سوزيدلو دقران خبره سپينه وکه

ډالرموټر کور او چوکۍ خو د ترلاسه کړله

په زړه دې نور څه دی ارمان خبره سپينه وکه

پرون دې ويلې امريکا ته چې بمبار پرې تيز کړه

نن بولې ورونه طالبان خبره سپينه وکه

نن دې ياران شول دنړۍ دطاغوتيانو ورونه

پرون وو ولې کافران خبره سپينه وکه

چپن پوش خانه دپرديو غلامۍ کې څنګه ؟

يې په راحت که سرګردان خبره سپينه وکه

مشفقه پوهه کړه نړۍ چې محکوميت نه منو

ديو خپلواک افغانستان خبره سپينه وکه

—-

مشفق حريتمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x