پاکستان، نیوزیلینډ ته په ۱۶ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۵مه ۱۳۹۴ل): نن د پاکستان او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ د دریو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه د نیوزیلینډ په ماتې پای ته ورسیده. نننۍ لوبې کې نیوزیلینډ د ۱۷۱ منډو په تعقیب ۱۵۵ منډې جوړې کړې.
د لوبې پچه د نیوزیلینډ لوبډلې وګټله او د پاکستان لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د پاکستان لوبډلې د محمد حفیظ غوره توپ وهنې په مرسته ۱۷۱ منډې جوړې کړې.
نننۍ لوبې کې د پاکستان لوبډلې لپاره محمد حفیظ تر ټولو پیاوړی او زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی ثابت شو. نوموړی په ۴۷ توپونو د اتو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۱ منډې جوړې کړې او د میلني په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
شاهد افریدي هم دغې لوبې کې چټکه توپ وهنه وکړه. شاهد افریدي یوازې په ۸ توپونو کې د دوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۲۳ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره مېلني تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل څلورو اورونو کې ۳۷ منډو ورکولو سره څلور مهمې ویکټې واخیستې.
د نیوزیلینډ لوبډلې ډیره خرابه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او یوازې دوه لوبغاړي يي ښه وځلیدلی. نیوزیلینډ په ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ویلیمسن په ۶۰ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۰ او مونرو په ۲۷ توپونو د دوو څلوریزو او شپږو شپږیزو په مرسته ۵۶ منډو جوړولو سره پیاوړې توپ وهنه وکړه.
د پاکستان لپاره وهاب ریاض تر ټولو بریالی توپ اچوونکی شو. وهاب ریاض خپل څلورو اورونو کې ۳۴ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د