ادبي لیکني

لنډه کیسه: لیکوال نصیب ځدراڼ

سهار وختي په جومات کې په اوداسه لګیا وم.په ژمي کې به د ګوتو په شمار یو څو کلیوال لمانځه ته راتلل.تر ټولو مخ کي به امیر خان ماما راتلو او اذان به یي وکړو،اوبه به یي هم تودولي!!!!

یو څور نور کلیوال هم راغلل په اودسونه مو کول،د موټر سایکلانو غږ شو،لګ ورسته موټر سایکلان راغلل د جومات مخې ته  ودریدل،څو کسان جومات ته راننوتل،لاسونو کې یي ټوپک،مخابري،د بعضو سره راکټ او پیکا هم وو.څادرونه یي له ځانونه څخه تاؤ کړی وو!!!!

یوه سلام واچوو.ځواب مو ورکړو

وایي اوبه شته که نه چې اودسونه وکړو؟

ولی نشته او ګرمي اوبه هم شته امیر خان ماما ځواب ورکړو.

اوبه یي ورکړي په اودسو لګیا شوو،امیر خان ماما ورته اوویل ای زوی مړیو په دا دومره ساړه کې سهار وختي چیري روان یي؟

یو ځوان چې مسواک یي لاس کې وو ځواب ورکړو..کاکا بیګا چورلکې او بنګې(بې پیلوټه الوتکې) ګرځیدلي. په کلي باندي د چاپې خطره وه.نو نن شپه موږ دلته پیره کوله. اوس مو پیره ختمه شوه هغه نور ملګري به راځي تر ماسپیښن پوري په هغه پیره کوي!!!!

ځوان لګیا وو خبري یي کولي او زه.په سوچ کې ورک شوم.نه څوک  معاش ورکوي ،نه د امتیازاتو تګي دي. نالیدلي مینه ده چې په دومره سختیو کې یي  خپلې ځوانۍ ېي ورته وقف کړي.

په فضاء کې اوس هم چورلکې ګرځیدلي سوچ مې وکړو که همدا د فولادي عقیدی او د غیرتي ضمیر خاوندان خړ پړ ځوانان ژوندي وي،تر هغه نو که ۴۹ هیوادونه نور هم یرغل وکړي نو ماته به خوري!!!!!

ساړه مې وشو په منډه جومات ته ننوتلم او د باندي بعضو طالبانو اودس کوو او د درې تنه په پیره ولاړ وو!!!””

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x