افغانستان

کندهار: پولیسو د خپلي پوستې قومندان او درې نور ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې تېره شپه د پوستې درو تنو پولیسو خپل قومندان او درې نور ملګري وژلي، تر برید وروسته دغو پولیسو ټولي وسلې او مهمات له ځانه سره وړي دي.

پېښه د خاکریز ولسوالۍ په بېسم نومي پوسته کې رامنځته شوي، ویل کیږي چې برید کوونکو پولیسو د طالبانو سره لاس یو کړی وو او وسلې یې هم هغوی ته رسولي دي.

په پېښه کې وژل شوی قومندان شهبازخان نومیږي او د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

طالبانو د برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی خو چارواکو تراوسه د پېښي په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x