سرچپه پرتوګ – لنډه کیسه

له لږ بدلون سره ژباړه: اکرام الدین کامل 

«صیب!! اوس خو به مې کار وشي کنه؟» هغې دیوال ته مخ واړوه او زر زر په جامو اغوستلو لګیا شوه.

«هو هو یاره، وبه شي». زما ساه‌ګانې لا هم بې ترتیبه وې، ژورې ژورې ساوې مې اخېستلې او ستړی ستړی کېدلم.

«ښه بیا پیسو پسې کله راشم؟» په ټیکري یې لومړی خوله وچه وکړه او بیا يې په سر کړ.

«د پیسو د ترلاسه کولو لپاره خو به یوه دوه ځل نوره هم راځې. زه همدا سبا د مالکانو سره ستا د مېړه په اړه خبره کوم.» ما د کمیس بټنې بندې کړې، ويښتان مې په لاسونو سم کړل او د دفتر ختيځ لوري ته پرتې کوټې څخه مې بهر په ډیر احتیاط اخوا دیخوا ځغلنده نظر واچولو.

که څه هم نوی پهره‌دار مې د هغو پیسو له کبله چې ما ورته وخت ناوخته د اوبو او چایو په بهانه ورکولې، خیرخوا و، خو سربېره پر دې هم ما نه غوښتل چې په کومه ستونزه کې ګیر شم.

«نو زه سبا بیا راشم؟» هغه زما د وروستي ځواب منتظره وه.

«نه، سبا نه.» زه هره ورځ دلته د دې د راتګ خطر پر ځان نشم منلی. ما یو ځل بیا یو تېز نظر د هغې په جسم تېر کړ، سوچ مې کاوه چې غریبانو کې هم څه ډول ډول لعلونه پیدا کیږي.

«ای! ای! دېخوا ګوره، پرتوګ دې سرچپه اغوستی دی.» ما ور غږ کړل

هغې راڅخه مخ واړولو، پښو ته يې وکتل، سرچپه پرتوګ ته یې پام او ډیره خجالته شوه.

ما په ډیر فاتحانه غږ ورته کړه: «پرتوګ دې وباسه او سم په راسته يې واغونده. زه ځم، پنځه دقېقې وروسته د شا له دروازې څخه بیا ووځه. او ريښتیا احتیاط کوه چې څوک دې ونه ګوري.»

د دې مېړه زمین ګل له څو کلونو څخه زموږ په کارخانه کې د شپې پهره‌دار و، درې اونۍ وړاندې له غلو سره په نښته کې په پښه ولګېده، اوس لاچاره په کور کې پر کټ پروت و.

دې لپاره چې کارخانه ورسره مرسته وکړي مېرمنه يې په کراتو مراتو کارخانې ته راغلله. ما ورسره د مرستې ژمنه کړې وه او د رخصتۍ وروسته مې د ماښام په شپږ بجو ورته کارخانې ته د راتګ ویلي وو، هغه نن ماښام له همدې کبله کارخانې ته راغلې وه.

——
عمره! عمره!

د اپارتمان په زینو ختلم چې له شا مې د مېرمنې غږ واورېدلو. کور ته زما او د هغې د راتګ وخت تقریبا یو و، او کله کله د نن په څېر په زینو کې سره یوځای کېدلو، هغه په بینک کې ماموره وه.

«خبره واوره! د خوشحالۍ خبر دی!» مېرمنه مې په جامو کې نه ځاېیدله او په یوه ساه يې همدا ویل.

خپل نازک بدن يې سنبال کړ، پورته په ناز و نخرو ډیره تېزه راوختله، له خوښۍ يې تندی غوړیدلی و. «رییس مې له کاره ډیر خوښ و او نن یې راته د ترفیع وویل.»

موږ د دروازې مخې ته ودریدو، هغې د خپل لاسي بیګ څخه د کور کیلي را واخېستله، دروازه يې خلاصه کړه. بیا یې کیسه شروع کړه «رییس صیب مې نن راته ویل چې ترفیع دې لږ وخت غواړي خو کار به دې حتما وشي.»

«ښاااا مبارک شه!!!» په خندا خندا مې ورته مبارکي ورکړله.

«تاته پته ده چې زما په شمول دغه پوست ته پنځه کاندیدان دي، هغه رحیمه نه ده، هغه هم زما په طرف نه ده، له ما سوځيږي، خو رییس صاحب زما له کار ډیره خوشحاله دی. ولې به خوشحاله نه وي، زه څومره په کار کې کوښښ کوم او …» هغې وویل.

کور ته دننه شوه، جراره لګیا وه، زه یې تر شا روان وم او له کیسې مې یې خوند اخېستلو چې ناڅاپه مې يې د سرچپه پرتوګ پر ريښمي لیکو کې سترګې ښخې شوې.

پایله: زنا پور ده چې ستا له کورنۍ به یې خامخا څوک پرې کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډ.ح.ز.ص.
میلمه

Salamona;

ډاکتر خان محمد
میلمه

د بل ناموس ته په سپکه سترګه کتل د خپل ناموس د لاسه ورکول دی .