افغانستان

پېښور کې د افغان ډیپلوماټ پر کور برید شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): په پېښور کې د افغان ډیپلوماټ “همایون یوسفزي” پر کور نامعلومه وسله والو ناتاره ډزي کړي او تر برید وروسته د پېښي د ځای څخه په تېښته بریالي شوي دي.

همایون یوسفزی په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ د کونسلر د لوموړي سکرتر په توګه دنده ترسره کوي.

پېښه تېره شپه ناوخته د پېښور ښار په ټاون سیمه کې رامنځته شوي، همایون یوسفزي رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې په پېښه کې مرګ ژوبله نه ده رامنځته شوي خو دده کور ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د پېښور امنیتي چارواکو ویلي چې بریدکوونکي دوه تنه موټرسایکل سپاره وه چې تر ډزو کولو وروسته یې د سیمي څخه پښې سپکي کړي دي، چارواکو همدارنګه وویل چې د پېښي په اړه یې پلټني پيل کړي.

دا په پېښور کې د خپل مثل لومړۍ پېښه ده او تر دې دمخه دې ته ورته پېښه هلته نه ده رامنځته شوي.

په پېښور کې د افغان ډیپلوماټ پر کور پر داسي مهال برید کیږي چې تېره چهارشنبه په جلال آباد کې د پاکستان پر کونسلګرۍ د داعش وسله والو له لوري برید وشو، په برید کې ۷ تنه پولیس ووژل شول او په ټپيانو کې یو تن پاکستانی ډیپلوماټ وو.

د پېښي مسؤلیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x