نړۍ

صومالیه: الشباب د کېنیا د پوځ یو لوی مرکز نیولی او ۶۳ پوځیان یې وژلي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): په القاعده تنظیم پوري تړلي جهادي ډلي «الشباب» په صومالیه کې د افریقایې اتحادیې پر یو لوی مرکز لومړۍ سرتیري بریدونه کړی او وروسته یې سخته جګړه پيل کړي.

د افریقایې اتحادیې دغه پوځي مرکز چې د کېنیا او صومالیې پوځونه پکې مېشت دي، دصومالیې په سویل لویدیځ د جیدو ولایت په عیل عدي ښارګوټي کې د ایتوپيا او کېنیا ترمنځ پوله باندي پروت دی، په جګړه کې لسګونه کېنیایې پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د الشباب حرکت ویاند عبدالعزیز ابومصعب اسوشیتډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوی په جګړه کې ۶۳ کېنیایې پوځیان وژلي او په زیاته پيمانه وسلې یې ترلاسه کړي دي.

د کېنیا د پوځ ویاند ډیویډ ابونیو رسنیو ته وویل چې یو شمېر وسله والو ددوی مرکز محاصره کړی او جګړه لاهم روانه ده، نوموړي د مرګ ژوبلي په اړه معلومات ور نه کړل.

د «اندلس» راډیو سره په یوه بله مرکه کې د الشباب حرکت ویاند عبدالعزیز ابومصعب وویل، موږ د پوځي مرکز څخه پوځي وسایط او د وسلو زېرمي ترلاسه کړي.

نوموړي وویل چې دوی تر سختي جګړې وروسته پوځي مرکز نیولی دی.

همدارنګه ویل کیږي چې د پوځ د مرکز تر نیولو وروسته د الشباب ډلي د عیل عدي ښارګوټی هم نیولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x