
طالبانو د ګلستان ولسوالۍ د نیولو ویډیو خپره کړې
نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): طالبانو د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ د نیولو ویډیو خپره کړې. په دغه ویډیو کې ویل شوي چې ۲۰۱۵ کال د طالبانو لپاره تر ټولو بریالی کال ځکه وو چې دوی وتوانېدل د کندوز ولایت سربېره ۳۴ ولسوالۍ فتحه کړي چې د اکثرو واک یې تر اوسه هم په لاس کې دی.
په ویډیو کې هغه ولسوالۍ چې طالبانو په تیر کال کې نیولي په لاندي ډول ښودل کیږي:
فراه ولایت کې: بکوا، خاک سفید، بالابلوک، ګلستان
بادغیس: جویند
غور ولایت: جارسده
پنجشیر ولایت چې په دې وروستیو کې د طلوع تلویزون د یوه څیړنیز راپور سره سم تر ټولو با امنه ولایت وو: دره عبدالله خیل
بدخشان: یمګان، بهارک
بغلان: تاله وبرفک
هلمند: نوزاد، موسی کلا، سنګین، خانشین، د بغران ولسوالۍ مرکز
هرات: غوریان
کندز: چهاردره، دشت ارچي، قلعه زال، امام صاحب
نورستان: وانت وایګل
سرپل: کوهستانات
پکتیکا: ګواشته
تخار: اشکمش، ینګي کلا، خواجه غار، درقد
لوګر: خروار
جوزجان: خم آب
فاریاب: خواجه ناموسی او ګرزیوان
کندهار: غورک
غزني: خوګیاڼي او ناوه مرکز
په دغه ویډیو کې طالبان د فراه ولایت د والي آصف ننګ هغه وینا هم ردوي چې نوموړي د ګلستان د سقوط وروسته امریکا غږ راډیو ته ویلي وه چې د ګلستان ولسوالۍ مرکز دوی له یوه ځایه بل ځای ته خپل په خوښه انتقال کړی او داچي هلته د ولسوالۍ په مرکز او قرارګاوو کې طالبانو ته خاوري هم نه دي پری ایښي.
طالبانو په دغه مرکزونو کې نیول شوي وسلو څخه یو شمېر عکاسي کړي او ویلي چې نوري وسلې هم ډیری زیاتي دی، دوی دلته دغه شته وسلې د نمونې لپاره ایښي.
همداراز په دغه فیلم کې طالبان د خپل پخوانیو فیلمونو په څېر د سیمي د خلکو سره مرکې کړي او د هغوی حال پوښتي او همداسي د ګلستان لپاره د طالبانو نومول شوی عسکري مسؤول سره هم خبري شوي.
دغه فیلم چې ۳۰ دقیقي لري، په لوړ کیفیت جوړ شوی، یوې امریکايي انټرنیټي وېب پاڼي (ارشیف) ته پورته شوی، او لینکونه یې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته هم را لیږلي، چې په لاندي ډول دي:
لوړ کیفیت /Full HD
https://archive.org/details/GulistanFullHD
Download Link
https://archive.org/download/GulistanFullHD/Gulistan-Full%20HD.mp4
موبایل کیفت/MP4
https://archive.org/details/GulistanMobile
Download Link
https://archive.org/download/GulistanMobile/Gulistan-Mobile.mp4
موبایل متوسط کیفیت (3GP)د ښکته کولو لینک
https://archive.org/download/DaGulistanFathha3GP.3gp/Da%20Gulistan%20Fathha-3GP.3gp