نظــر

فوبونه موبونه او داشغال خاوري شوي خوبونه

486190 500965776591699 1603265068 n

څو کاله وړاندې مې په تاند وېب پاڼه کې دسعدالدین شپون یوه لیکنه لوستې وه ، چې له افغانستانه دامریکا وتل یې دقچرې دلنګون غوندې  محاله ، مستحیله او بالاخره ممتنعه  فرضیه بللې وه ، ده ویلي چې تورکارغان به سپین شي او سپینې بتې  تورې  خو تل به همدا  لالو خان وي او همدایې سره اوښان ، تل به همدا افغانستان وي او همدا سورغاړي امریکایان  .

سعدالدین شپون ویلي وو چې طالبان هسې هوایي شرط ږدي  چې امریکایان دې له افغانستان څخه ووزي ، ځکه دده په روایت دامریکا یو خبریال  نيک ټپرس په  ټام ډسپیج ویب پاڼه کې لیکلي دي ، امریکایان له افغانستانه نه وزي ځکه په افغانستان کې یې ډیرې زیاتې اډې  / فوبز  جوړ کړي دي .

سعدالدین شپون دامریکایي فوبونو / اډو  په شرح کې ویلي وو  (د ایساف چارواکي یې شمېر نه ښیي خو په قسم قسم نومونو یې یادوي لکه، اورګون اي، په کندز کې د مدد کلا، لېوه، برښنا …… دا ټولې په اولو کرښو کې د امريکا  تاڼې دي او شمېر یې سلګونو ته رسېږي، ځینې دومره سترې دي چې درې زره عسکر ورکې خوندي کېدای شی، یوڅو بیا تر دې لویې دي چې د پوځ د سوق اوادارې مرکزونه دي او دومره وسایل لري چې په ځان بسیا دي. تورن جنرال کېنېت ډاوډ چې ، د سږ ۲۰۱۰  کال تر جونه پورې، درې کاله د مرکزي قوماندې د اکمالاتو رييس و، داسې معلومات ورکوي 

«هغه تعمیراتي پروژې چې په راتلونکودوولسو میاشتوکې به بشپړې شي دا دي:

یوه پروژه چې څلور د الوتکې رن وې ګانې، چې ۸ ـ سی -۱۷ ډوله بار وړونکې الوتکې په عین وخت کې ورښکته کېدای شی، ۵۰ چورلکې، او ۲۴ د هوايي اکمال او څار الوتکې ورکې خوندي کېدای شی. په موجودو اتلسو اډو سربېره به دوولس نورې همداسې اډې جوړې شي.»

ډاوډ خو مازې عمومیات یاد کړل خو د پوځي مقاماتو اوامرو او اسنادوته کتل یو څه د هغوی خصوصیات  برالا کوي. له هغو داسې نتیجه راوځی چې د دغو پروژو کار ورځ په ورځ زور اخلي )

دا خو دښاغلي شپون (شیرین بحث ) وو چې دخپل   المتوکل علی الامریکا  ذهنیت په رڼا کې یې لیکلی وو ، ددې مقالې په پای کې هغه مهال ما په تبصره کې ولیکل چې  دچاپه کور کې دبسترې ویړول  او ځان ته ځای برابرول ددې دلیل نه شي کیدای چې ګواکې دغه کور دهغه شو ، ډیر ځله  کوم چا یوه ځای ته چسپولي وي خو روزي یې نه شي ، په همدې پسې خو پښتنو دامتل کړی  چې ( انا سپره  کټو یې باندې ) مطلب داچې کله ناکله دچاتدبیر ته تقدیر داسې لته ورکړي چې  تیاره ډوډۍ ترې پاته شي ، ځای ، بستره ، قرارګاه ، اډه او FOBs خو له ډيرو پاته شوي دي .

هغه مهال ما دخپلې مدعا دمثل لپاره  دانګریزانو فایربیسونه یاد کړي وو ،  دکوږک په غره کې ، دوزیرستان په سرحدي سیمو کې ، دکورمې په  ډډکمر ، چینارک او نورو سیمو کې دانګریزي امپراطورۍ پوځي تاسیسات ما د طالبۍ په دوران کې لیدلي دي ، چې همداسې پاته دي ، او اوس په کې شغالان او ګیدړې اتڼ وهي  .

خو زما دلیل هغه مهال د ډیرو زړو ته  نه لویده ، دوی دا نه شوی اټکل کولای چې الله تعالی به یو وخت دغه په استدراج مبتلا امریکایي شیطان دعروج په غاښي اړوي او تنزلي  سفر به یې پيلیږي ، دامریکایي ارادت  په خم کې لویدلي دتاریخ دپای  معتقدانو داهیر کړي وو ، چې له امریکا ورپورته کوم بل ځواک هم شته ، هغه چې قومونه امتحانا لوړوي او ټیټوي .

نن  که تاسو دامریکا  دهماغو فوبونو او موبونو ( Forward operating base /Main operating base  )  حال واخلئ نو واضحا به درمعلومه شي ، چې الله تعالی امریکایان له څنګه زوال سره مخامخ کړي دي ، او مېلې یې څنګه میرات شوي دي .

امریکایان خپله مني ، چې په افغانستان کې یې تر ۷۰۰ ډیر فایربیسونه / قرارګاوې  پرې ایښي دي او میشتو عسکرو یې دتیښتې لار نیولې ، هغه اډې /FOBs  او MOBs چې ښاغلي شپون او نورو کلونه وړاندې دامریکایانو دبقاء  دلائل بلل اوس یې که لړلیک ګورې په سم نیمایي باندې یې د CLOSED  ( بند شوی ) مارک  لګیدلی ده .

څو ورځې وړاندې مې واوریدل چې دلویې پکتیا  او وزیرستان په سرحدي سیمو کې داوسپنې کاروبار سخت رونق نیولی ، دپکتیکا او خوست په سرحدي سیمو کې امریکایان له اکثرو فایربیسونو تښتیدلي دي ، او دسیمې خلکو یې په سپیرو مېلو چور ګډ کړی ، دپکتیکا په سرحدي سیمه لواړه کې امریکایانو خپله ترټولو غټه قرارګاه له تيښتې وروسته سخته بمبار کړې ده ، مګر دسیمې خلک دا ډیره موده په کې لګیا دي اوسپنې او نور کباړ شوي  شیان ترې راباسي .

هغه امریکا چې څوکاله وړاندې یې ټیکنالوجي نه ماتیدونکي بلل کیده ، اوس یې پوځي وسائل او وسائط دوزیرستان په  کباړ پلورنځیو کې  داوسپنې په بیه خرڅیږي ، افغانستان ته دامریکا د ( تلپاتي ازادۍ جنګ ) ترعنوان لاندې درالیږل شویو پوځیانو پتلونان نن سبا دافغانستان او قبایلي سیمو په لیلامیو کې خرڅیږي ، افغان لوکوونکي یې لو ته اغوندي او ښکاریان په کې ښکار کوي  دپوځیانو په لرګینو کوټنیو باندې افغانان اوربلوي ، او له محافظتي جالونو څخې یې چرګوته  مرغانچې جوړوي .

دا ټول ددې څرکونه دي چې امریکایي فوبونه  موبونه او په افغان خاوره دسلطې خوبونه له خاورو سره خاوري شوي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x