
امنیتي چارواکي: ګرشک ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده
نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د تېرو څو ورځو څخه د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې سختي جګړې رواني دي، امنیتي چارواکو خبرداری ورکړی که چېري تازه دمه قواوي هلته و نه لېږل شي نو ګرشک ولسوالي به سقوط وکړي.
د ګرشک ولسوال محمدشریف رسنیو ته وویل چې ددوی مرستي ته تازه دمه ځواکونه نه دي رسېدلي، هغه زیاته کړه، موږ په جګړه بوخت یو او د ولسوالۍ د امنیت په اړه ډاډمن نه یو.
د ګرشک ولسوالۍ قومي مشرانو هم امنیتي وضعه خرابه بللي او وایې که چېري هلته د مېشتو ځواکونو مرستي ته تازه دمه ځواکونه ونه لیږل شي نو ولسوالي به د طالبانو په لاس سقوط وکړي.
د ګرشک ولسوالۍ څخه په تازه راپورونو کې ترلاسه شوي چې طالبانو د ده ادم خان مهمه سیمه د امنیتي ځواکونو څخه نیولي او خپله ولکه یې پري ټینګه کړي، په دې سیمه کې د تېرو درو ورځو څخه جګړه روانه وه.
طالبانو هم د سیمي د نیولو خبر ورکړی خو امنیتي ځواکونو تراوسه څه نه دي ویلي.
زه دې قومي مشرانو ته نه پوهيږم چې دوی رښتيا قومي مشران دي او که د حکومت مشاورين دي ، داسې څرګنديږي چې دوی ته د حکومت لخوا معاش ورکول کيږي نو ځکه به د خپل معاش او ځيرې په قطع ويريږي .
که نه پر تاسې يې د سقوط څه ؟