د سولې بهیر او د افغانستان – پاکستان د لیدلوریو تفاوتونه

ذاکر جلالي

په ۲۰۰۹م کال کې امریکایان دې پایلې ته ورسېدل چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او باید د سولې

ذاکر جلالي

ذاکر جلالي

بهیر د پيلېدو په موخه دیپلوماتیکي هلې ځلې وشي. امریکایان په همدې کال کې وتوانېدل چې د جرمنیانو په منځګړیتوب د طالبانو له استازیو سره پټې خو مخامخ خبرې وکړي چې په ۲۰۱۳ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر تاسیس یې پایله شوه. د طالبانو دغه سیاسي ادرس سره خبرو ډېرې غوټې پرانیستې. امریکایانو، روسانو، ترکانو، چینایانو، فرانسویانو، بریتانویانو، جاپانیانو او نارویژیانو د طالبانو له سیاسي دفتر سره تر خبرو وروسته ځینې لاسته راوړنې هم لرلې. د طالبانو ځینو استازیو هم له همدې دفتره په ځینو نړیوالو معتبرو ناستو کې ګډون وکړ. خو، د طالبانو ادرس له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو نه دی. ظاهراً داسې ښکاري چې افغان حکومت هم هڅه نه ده کړې چې د طالبانو سیاسي دفتر سره نېغ په نېغه خبرې وکړي.

په افغان حکومت کې دننه او له حکومت بهر یو پاموړ شمېر سیاستوالو د سولې بهیر له پیل سره مخالف دي. هغه ډله چې د سولې بهیر په پلوۍ دریځ لري، د سولې بهیر د پیل په باب دوه نظرونه دي: لومړی دا چې طالبانو سره باید مخامخ خبرې وشي. د ملي يووالي جبهې تل پر همدې ټکي ټینګار کړی چې باید د منځګړو له لارې د طالبانو له سیاسي دفتر سره مخامخ خبرې وشي. دویمه ډله پر دې باور ده چې د سولې د راتلو لپاره باید د طالبانو پر ځای له پاکستان سره خبرې وشي. د دې ډلې له نظره تر هغې چې پاکستان طالبان مجبوره نه کړي، د سولې خبرې ګټه نه کوي. داسې ښکاري چې د ملي يووالي حکومت په ټوله کې او ولسمشر غني په ځانګړې ډول په همدې باور دی. د همدې لپاره غني پاکستان سره اړیکو ته د هند په پرتله لومړیتوب ورکړ. اشرف غني د حامد کرزي د حکومت په پرتله په بشپړ ډول پر یوې نوې لارې یون پیل کړ. د غني له نظره، د سولې واټ یوازې له اسلام اباده تېرېږي.

د کابل او اسلام اباد ستونزه

که څه هم د سولې بهیر په تړاو د غني او کرزي سیاستونه ډېر متفاوت، بلکې متضاد دي؛ خو که په دواړو دورو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې په پام کې ونیسو، کوم ځانګړی بدلون نه ښکاري. له پاکستان سره د غني «شهر العسل» هم ډېر دوام ونه کړ او تېر اوړي کې د کابل په شاه شهید کې مبهمې چاودنې ولسمشر اړ کړ چې پاکستان ته د کرزي لهجه وکاروي. د حامد کرزي د دیارلس کلن حکومت پر مهال هم د افغانستان او پاکستان اړیکې تل له لوړو ژورو سره مخ وې. د چارواکیو له سفرونو سره به هیلې راوټوکېدې او بېرته به مړې شوې. اوس هم د هماغه وضعیت دوام دی. کوم ځانګړی بدلون نه دی راغلی.

د کابل باور دا دی، چې اسلام اباد ټوله لوبه په خپل کنټرول کې لري او چې هر ډول یې وغواړي رهنمايي کولای یې شي. هغه څه چې اسلام اباد یې نه مني. د کابل له نظره، طالبان نه شي کولای په خپلواک ډول د سولې او جګړې اړوند پرېکړې وکړي او دا پاکستان دی چې لوبه مدیریت کوي او خپلو ستراتيژيکو موخو پسې دی. پر دې سربېره هم، کابل له اسلام اباده غواړي چې د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي. که چېرته همداسې وي، پاکستان د کومې ګټې لپاره له دې کاره لاس پر سر شي؟! سیاست د راکړې ورکړې لوبه ده، په سیاست کې وړیا سودا نه کېږي. که پاکستان پنځلس کاله دا لوبه سنبال کړې، که چېرته دا وسیله له لاسه ورکوي، بدیل څه ترلاسه کوي. یا په بله اصطلاح، په دغه معامله کې کابل اسلام اباد ته څه ورکولای شي چې اسلام اباد د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي. دا هغه پوښتنه ده چې کابل لا هم ورته قناعت‌بښونکی ځواب نه لري.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ عمده ستونزه د سولې او جګړې په تړاو د دواړو اړخونو د لیدلوریو تفاوتونه دي. جګړه د کابل او طالبانو ترمنځ ده، اسلام اباد ځان بېلوری او د سولې بهیر د پيل مرستندوی ګڼي. کابل له اسلام اباده هیله لري چې افغان طالبان داسې د مطلوبو عناصرو په لېست کې ځای کړي، لکه پاکستاني طالبانو سره چې کوم چلن کېږي. پاکستان تیار نه دی چې له افغان طالبانو سره دښمني اعلان کړي. پاکستان په خپله خاوره واردمخه طالبان لري او امنیتي ستونزې لري. پاکستانیان نه غواړي چې په یوې پردۍ جګړه کې ځانونه ګډ کړي. پاکستان تل ټینګار کوي چې د سولې بهیر مقابل لوری نه دی، بلکې د اسانچاري (تسهیلوونکي) رول لوبوي. دا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اختلاف له عمده ټکو څخه دی. د پاکستان منطق دا دی، چې منځګړی باید د جګړې لوری نه وي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار، جنرال ناصر جنجوعه افغان نارسمي پلاوي ته مخامخ وویل «داسې نه کېږي چې څوک په څپېړه ووهو او بیا ورته ووايو چې راځئ خبرې وکړو!» د جنورۍ په دوولسمه، عمران خان هم د افغان نارسمي پلاوي په وړاندې وویل، چې «د افغانستان ستونزه بهرنی حل نه لري، د بهرنیانو شتون د حل لار نه ده». عمران خان پوښتنه مطرح کړه: «که د روسانو پر ضد جګړه جهاد و، د نورو بهرنیانو پر ضد ولې نه ده؟» عمران خان دا هم وویل، چې تاریخ دا ښيي چې لویه برتانیه پر ټوله سیمه واکمنه شوه؛ خو پر افغانستان او قبایلي سیمو برلاسې نه شوه. د عمران خان او ناصر جنجوعه له خبرو له ورایه ښکاري، چې د پاکستان دریځ د افغانستان له هیلو او توقعاتو سره سم نه دی. د نظر اختلاف خلیج ډېر پراخ دی. پاکستان خپل سیاست او خپله لار لري. افغانستان هیله لري چې پاکستان دغه سیاست د افغانستان لپاره بدل کړي؛ خو په لاس کې داسې څه نه لري چې پاکستان پرې وهڅېږي چې د افغان حکومت له هیلو سره سم پرمخ ولاړشي.

څلوراړخیزه ناسته

په اسلام اباد کې د جنورۍ په یوولسمه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بهیر د پیل په موخه د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان د استازیو ترمنځ څلوراړخيزه ناسته ترسره شوه. د ناستې په پرون د اجراییه ریاست ویاند ویلي و، چې پاکستان به په ناسته کې داسې لیستونه وړاندې کوي چې وښيي کوم طالبان د خبرو بهیر ته لېواله دي او کوم مخالف دي. د ناستې پر ورځ، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار، سرتاج عزیز وویل، چې شرطونه ستونزې زېږوي، باید له شرطونو پرته د سولې هڅې وشي. سرتاج عزیز وویلې چې طالبان باید وهڅول شي چې د خبرو مېز ته راشي. د سرتاج عزیز په خبره، د سولې بهیر د پیل په موخه پوځي اقدام نتیجه نه ورکوي.

د افغان حکومت له نظره د څلوراړخیزې ناسته لاسته‌راوړنه دا ده چې د «طالبانو ډلې» وګڼل شوې او طالبان په «روغې ته لېوال» او د «روغې مخالف» په نومونو ووېشل شول. اصلاً د امریکا له بریده لږ مخکې او وروسته او د سولې بهیر له پيله داسې ډېرې هڅې وشوې، منځلاري طالبان، توندلاري طالبان، سولې ته لېواله طالبان او همدارز مخالف طالبان…. دا نومونه ډېر وکارول شول؛ خو نه یې د طالبانو دریځ بدل کړای شو او نه یې هم د سولې په برخه کې کوم پاموړ بدلون راوستلای شوای. داسې ښکاري چې افغان حکومت یو ځل بیا دغو نومونو پورې هیلې تړلي. هغه څه چې کلونه تجربه شول او کومه پایله یې ورنه کړه.

دلته بیا هم د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ د لیدلوریو تفاوت دی. افغان حکومت باور لري چې پاکستان چې غواړي هغه کولای شي؛ خو پاکستانی لوری تل ټینګار کوي چې دوی پر طالبانو «کنټرول» نه لري او یوازې به د اسانچاري رول لوبوي.

د افغان-پاکستاني امنیتي کارپوهانو ګډه ناسته

د جنورۍ په دوولسمه او دیارلسمه د افغانستان او پاکستان د امنیتي کارپوهانو او د مدني ټولنو د غړیو ترمنځ دوه ورځنۍ ناسته روانه وه. په دغو دوو ورځو کې هم ورته ستونزه مطرح وه. افغان استازیو له پاکستاني چارواکو غوښتل چې باید پر طالبانو فشار راوړي او د زور له لارې يې د خبرو مېز ته راوړي. د پاکستان د ملي امنیت مشاور په څرګند ټکو ورته وویل، چې جګړه د حل لار نه ده، باید افغانان خپلو کې سره یو تفاهم ته ورسېږي. افغان پلاوي داسې نظر څرګنداوه چې پاکستان هر څه کولای شي او که وغواړي د سولې په تړاو لوی بدلون راوستلای شي. پاکستانیانو تل خپل عذر وړاندې کړی. دا ځل هم د پاکستان چارواکیو ویل چې دوی هم له ورته ستونزې سره مخ دي. پاکستاني طالبان دمګړۍ په افغانستان کې مېشت دي، چې دوی ته ستونزې راولاړوي.

هېره شوې لار

د طالبانو له خوا روان مقاومت څه کم پنځلس کلن شو. افغان حکومت لا هم په داسې مسایلو کې اخته دی چې که طالبانو سره له رسمي چاینلونو له لارې خبرې وکړي، طالبان به «په رسمیت وپېژندل» شي. که رښتیا هم هدف سوله وي او سوله له دغو لارو راځي، بیا نو دا دومره مسئله ده چې افغان حکومت په کې زړه نازړه شي؟! کله چې د نړۍ ډېر ستر هېوادونه د خپلو ګټو او اړتیا پر بنسټ له طالبانو سره تماسونه نیسي، ولې افغان حکومت له طالبانو سره مخامخ دغه تماس نه شي نیولی؟!  په داسي حال کې په تیرو ۱۴ کلونو کې ډیرو هغو افغانانو چې څوکۍ ته نه وي رسېدلي له طالبانو سره مخامخ په قطر او یا نورو هیوادونو کې کتلي خو چې واک ته ورسېږي بیا وایي چې «د طالبانو ادرس ورته معلوم نه دی»، چې  بېلګه يې اوسنی ولسمشر اشرف غني او د بهرنیو چارو د سیاسي چارو مرستیال حکمت کرزی یادولای شو.

افغان حکومت کې ستونزه دا ده، چې په حکومت کې دننه د سولې ضد لابي ډېره فعاله ده او د همدې لابي فعالیت داسې دی چې د سولې په هیله حکومت ترکستان ته بیايي. افغان حکومت تر اوسه ونه شوای کولای چې په کابل کې د شته سیاسي بهیرونو څخه ګټه پورته کړي او د یوه درېیمګړي په توګه د هغوی له رول څخه استفاده وکړي. دغه چې افغان حکومت د سولې په تړاو له ډېرو اسانو او ساده لارو پر ځای ډېرو پېچلیو او د څو اړخونو په ګډون حل لارو ته مخه کوي، ښيي چې حکومت خپله سولې ته چندان لېواله نه دی. د دې نه لېوالتیا تر ټولو لومړنی دلیل همدا کېدای شي، چې د ملي يووالي حکومت په خپله د واک په وېش کې کلونه تېر کړل، که طالبانو سره د سولې خبرې نتیجه ورکوي، هغوی ته به په واک څنګه ځای ورکړای شي؟!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د