نړۍ

دوه امریکايي الوتکي یو له بل سره جنګېدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د امریکا په هاواي ایالت کې دوې څرخکې الوتکي یو له بل سره جنګېدلي چې له امله یې د الوتکو سربېره په کښي سپاره د ۱۲ تنو د ژوند او مرګ برخلیک هم نه دی مالوم.

د جمعې په ورځ د امریکا د پوځ یوې ویاندي ویلي چې د امریکا ساحلي ځواک د دوو هغه الوتکو پلټنه پیل کړې، د کوم په اړه چې ویل کیږي یو له بل سره جنګېدلي او لا درکه شوي دي.

په دغه الوتکه کې ۱۲ کسان سپاره وه، د هغوی هم هیڅ درک نه دی مالوم شوی. پيښه د جمعې په ورځ د هاوای ایالت د اواهو سیمي په سواحلو کې را منځته شوې.

ویاندي ویلي چې مونږ د پيښي سیمه په نښه کړې، د ساحل څخه ۴ کیلو متره دننه په سمندر کې ده، خو تر اوسه مو نه هم د الوتکو درک لګولی او نه مو هم د هغه سپرلي موندلې.

تر اوسه د الوتکو د نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم د الوتکو د سپرلۍ د وظیفو او کار په اړه څه ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هدایت الله کریمي

الحمد لله ، اللهم دمر علی اعداء الدین این ماکانوا.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x