اسلام د روغي جوړي دين دى

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت –

دا تر لمر روښانه ده چي له لويه سره د اسلام مبارک دين د روغي جوړي دين دى. انسانان سولي ته هڅوي او له جګړې څخه کرکه کوي.

لکه چي پوهيږو اسلام او د عربي ژبي ” سلام“ يا” سلم“  (سلامتيا، مسالمت او سوله) له لغوي پلوه له يوې مادې څخه اخيستل سوي دي. لوى څښتن فرمايي:
﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ﴾  [البقرة: 208]

ژباړه: اى هغو کسانو چي پر الله مو د خپل پروردګار، پر محمد مو د پيغمبر او پر اسلام مو د دين په توګه ايمان راوړى دى! په اسلام په بشپړه توګه ننوزئ (اسلام په بشپړه توګه ومنئ، ټول شرايع يې پر ځانو پلي کړئ او په ګردو احکامو يې عمل وکړئ او هيڅ شى مه ځني پرېږدئ او يو د بله روغه جوړه وکړي) او د شيطان د پلونو متابعت مه کوئ (د شيطان پر جوړه کړې لار چي ګنهونو ته مو بولي، مه ځئ او سوداوي[وسوسې او اندېښنې]يې زړه ته مه اچوئ). باور وکړئ چي هغه ستاسي ښکاره دښمن دى.

د مفسرينو لخوا په دغه آيت  کي د ” السِّلْمِ “ کلمه پر اسلام  سربېره په  سوله او مسالمت هم تفسير سوې ده.

سلام په اسلام کي يو بل ته د ښه راغلي کلمه ده . دغه راز سلام د لوى څښتن له ښکلو نومونو(اسماء الحسنى) څخه دى. همدا شان مسلمان ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم لخوا لارښوونه سوې ده  چي د جګړې او د دښمن سره د مخامخ کېدو هيله ونه کړي او نور هم ورته ونه هڅوي، بلکي  د عافيت هيله او دعا وکړي، خو کله چي  د لوى څښتن په لار کي جګړه پر فرض سي ، نو په زړه ورتيا، غښتلتيا او صبر دي ور ودانګي او په دې باور دي وي چي يابه برى ورپه برخه کيږي يا د شهادت لوى وياړ او شرف. دغه راز قرآن کريم د حديبيې سوله  فتح مبين بللې ده.

خو بيا د دې ټولو سره سره قرآن کريم مسلمانانو ته امر کوي چي کله دښمن سولي ته ميلان وښيي د هغو غوښتنه ومني، که څه هم د جګړې د اور تر بلېدو وروسته وي. لوى څښتن فرمايي:

﴿ وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ * وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ﴾ [الأنفال:62،61].

ژباړه: او (اى نبي !) که دوى(دښمنان) سولي(او د جګړې پرېښوولو، مسالمت او روغي جوړي) ته هڅه (ميلان) وښيي، نو ته هم دې سولي ته تمايل وښيه(او دا خبره يې ومنه. ځکه ستا خو جګړه غرض او موخه نه ده، بلکي په جګړه سره ستا موخه د دوى د خطر او تېري دفع ده او ته تر دوى د سولي ډېر پلوى يې، خو هله چي په دې مسئله کي مصلحت وي). او پر الله باندي توکل(اعتماد) وکړه(خپله چاره لوى څښتن ته وسپاره او د دوى له چل وله مه بېرېږه). يقين دى چي هغه(د دوى) هره خبره اوري او په هر څه(د هغو په نيتونو او هر ډول چلونويې) پوه دى. او که هغوى (هغه کسان چي ستا سره د سولي تړون لاسليکوي په سوله سره) ستا د تېر ايستلو نيت او اراده ولري ، نو ستا لپاره الله بسنه کوي(لوى څښتن به د دوى د مکر او غولوني په وړاندي ستا بسنه وکړي). الله هغه ذات دى چي  په خپله مرسته او مومنانو (مهاجرو او انصارو)سره يې ستا ملاتړ وکړ.

په اسلام کي د جګړې موخي

د اسلام په سپېڅلي دين کي د جګړې موخي دادى:

١. په ځواک سره د دښمن د تېري دفع او مخنيوى. دا تېرى پر دين باندي وي او که پر هيواد او کومه مځکه باندي. لوى څښتن فرمايي:

﴿ وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ * وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ وَلا تُقَاتِلُوهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِنْ قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ * فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴾ [البقرة: 190- 192]

ژباړه: او (اى مومنانو!) د هغو خلکو سره د الله (د دين د نصرت) په لار کي جګړه (جهاد) وکړئ چي ستاسي سره جګړه کوي، خو زياتى (تېرى) مه کوئ.(تاسي د جګړې اور مه بلوئ او منع سوي کارونه مه تر سره کوئ، د چا غوږ، پزه يا شونډان مه پرې کوئ، د جګړې په بهير کي بې ګناه او هغه وګړي چي له جګړې څخه خبر نه وي او هغه ښځئ چي جګړه نه کوي او کوچنيان او بوډاګان او ناروغان او امان غوښتونکي او هغه کسان چي د دوى په حکم کي وي مه وژنئ او کورونه او کښتونه مه ورانوئ) باور ولرئ چي الله زياتى کوونکي(او د هغه تر پولو تېرى کوونکي، چي لوى څښتن او پيغمبر يې څه حرام بللي وي خو دوى يې حلال  ګڼي) نه خوښوي.

او (چي جګړه ونښته، څنګه چي د جګړې پيلېده د هغو لخوا دي، نو ) هغوى چي  هر چيري پيدا کړئ وژنئ يې، او له هغه ځايه يې وباسئ چي تاسي يې ځني ايستلي ياست (چي هغه مکه مکرمه ده).او فتنه (شرک اوکفر او له اسلامه منع کول) د دوى تر وژلو زياته درنه بدي ده. او د هغو سره د مسجدالحرام سره (مسجدالحرام ته نژدې د هغه د ستر توب له امله) تر هغو جګړه مه پيلوئ ، ترڅو چي هغوى په هغه کي ستاسي سره جګړه پيل نه کړي. هو، که هغوى په حرم کي جګړه پيل کړه، نو تاسي يې هم (په هغه کي) ووژنئ. د دغسي کافرانو دغه سزا ده.

بيا که (د دې ټولو خبرو سره سره ) هغوى (د مسجد الحرام سره) له جګړې (او کفر او شرک څخه) لاس واخلي،(او اسلام ومني) نو وپوهېږئ چي الله (خپلو بنده ګانو ته) ډېر بخښونکى او زيات (پر) مهربان دى. (لوى څښتن يې تېر ګنهونه د توبې په اوبو پرېولي او تېره بې ديني يې ور معافوي).

٢.  د فتنې منع کول يا د دعوت او بلني آزادي. دا خبره  لوى څښتن د قرآن کريم په دغو دوو آيتونو کي  داسي څرګنده ګړې ده :
﴿ وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَلا عُدْوَانَ إِلَّا عَلَى الظَّالِمِينَ ﴾ [البقرة:193].

ژباړه: او (اى مسلمانانو!) د هغو سره (د تېرى کوونکو مشرکانو او کفارو سره) تر هغه مهاله جنګېږئ چي(د مسلمانانو د دين په اړه ) فتنه (او شرک،کفر او فساد هيڅ) پاته نه سي او دين (يوازي) د الله لپاره (پاته) سي (او د الله سره بل څوک ونه لمانځي او  د الله دين غالب او قايم سي). بيا که هغوى له (کفر او) جګړې څخه لاس واخلي، نو(تاسي هم له جګړې لاس واخلئ او پوه سئ چي) له ظالمانو پرته پر بل چا باندي بايد تېرى ونه سي. (سزا بايد دکفر او تېري له دوام ورکوونکو ظالمانو پرته بل چا ته ورنه کړل سي).

﴿ وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ كُلُّهُ لِلَّهِ فَإِنِ انْتَهَوْا فَإِنَّ اللَّهَ بِمَا يَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴾ [الأنفال:39].

ژباړه: او (اى مسلمانانو!) د دغو مشرکانو سره تر هغو وجنګېږئ(جهاد ورسره وکړئ) چي فتنه پاته نه سي(شرک او د لوى څښتن له لاري منع کېده له منځه ولاړسي او له يوه بې شريکه خداى پرته د بل چا عبادت ونه سي او په دې توګه په مځکه کي د الله له بنده ګانو څخه غم غوسه ليري سي) او دين (او طاعت او عبادت )ټول (په خالصه او)په بشپړه توګه د الله لپاره سي(نه د بل چا لپاره). خو بيا که دوى (د مسلمانانو په منځ کي) له فتنې(او شرک) څخه لاس واخلي(او ستاسي سره يوځاى د حق دين پيروي وکړي)، نو الله (د دوى د کفر د پرېښوولو او اسلام ته د داخلېدو) هغه عملونه چي دوى يې ترسره کوي ډېر ښه ويني(او نه ځني پټيږي).

٣. د کفارو، جبارانو او مستکبرينو له ظلمونو او تسلط څخه د خداى تعالى په مځکه کي د  بې وزلو او مستضعفو بنده ګانو ژغورنه او د هغو د ځانونو، دين او مالونو ساتنه کوم چي پر حقوقو يې تېرى کيږي، کفارو د سختو کړاوونو سره مخامخ کړي دي او حيثيت او انسانيت ته يې په سپکه سترګه ګوري. لوى څښتن فرمايي:
﴿ وَمَا لَكُمْ لا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيّاً وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيراً﴾ [النساء:75].

ژباړه: او(اى مسلمانانو!) ستاسي سره څه جواز سته (او څه شى مو منع کوي) چي د الله (د دين د ملاتړ)په لار کي او د هغو بې وسو(بې وزلو او بې چاره) نارينه وو، ښځو او کوچنيانو

د ژغورني لپاره نه جنګېږئ؟ چي(ظلم او تېرى پرکيږي او د خپلو ځانونو د نجات وسايل نه لري او لوى څښتن ته بې له استغاثې بله چاره نه مومي او چيغي وهي او) دا دعاکوي چي ” اى پروردګاره! موږ له دې وطنه چي اوسېدونکي يې(پر خپلو ځانونو باندي په کفر سره او پر مسلمانانو باندي په زوروني سره) ظلم کوي ، وباسې او موږ ته له خپله لوري کوم مشر پيدا کړې (چي زموږ د دين چاري سمبال کړي) او يو غاور راته پيدا کړې(چي زموږ غور وکړي او له دې ظالمانو مو وژغوري)“.

٤. د ژمنو د ماتوونکو او نه مراعاتوونکو تاديب او غوږ تاوونه. کفار تر هغو پر خپلو ژمنو دريږي چي ګټه او مصلحت پکښي ويني، خو کله چي وويني چي ګته نه ورته لري او واک او ځواک ولري، نو خپلي ټولي ژمني تر پښو لاندي کوي او هيڅ درناوى نه ورته کوي. قرآن کريم د دغو کفارو دغسي پرله پسې ژمني ماتولو ته داسي اشاره کوي:

﴿ إنَّ شَرَّ الدَّوَابِّ عِندَ اللَّهِ الَّذِينَ كَفَرُوا فَهُمْ لا يُؤْمِنُونَ * الَّذِينَ عَاهَدتَّ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِي كُلِّ مَرَّةٍ وهُمْ لا يَتَّقُونَ * فَإمَّا تَثْقَفَنَّهُمْ فِي الحَرْبِ فَشَرِّدْ بِهِم مَّنْ خَلْفَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ﴾  [الأنفال: 55-57].

ژباړه: باور ولرئ چي د الله په وړاندي پر مځکه باندي له خوځېدونکو څخه تر ټولو شر(بد) هغه دي چي پر کفر ټينګارکوي او(پر کفر باندي د دې ټينګار له امله) ايمان نه راوړى. (د لوى څښتن پيغمبران رشتيني نه ګڼي ، د خداى يووالى نه مني او نه يې د شريعت مطابعت کوي).

دا هغه خلک دي چي تا ژمنه ځني اخيستې ده (له دې اشرارو څخه يهود دي چي ستا سره يې ژمنليکونه لاسليک کړي دي چي جګړه به نه درسره کوي او نه به ستا په مقابل کي د بل چا ملاتړ کوي)، خو د دې سره سره دوى هر وار خپله ژمنه ماتوي او (له خدايه) هيڅ نه بېريږي.

ځکه نو که چيري د دوى(د ژمنو او تړونونو د دې ماتوونکو) سره په جګړه کي مخامخ سې(او په لاس درسي)، نو داسي څه ورسره وکړه (په داسي کړاو يې اخته کړه او داسي يې وځپه) چي د دوى تر شاولاړ کسان لا وبېريږي او وتښتي(او د دوى غوندي  نورو ټولوکفارو او ژمنه ماتوونکو په زړونو کي لا هم بېره ولوېږي  او تيت او پرک سي). ښايي چي په دې توګه پند واخلي (او بيا د داسي چارو د تر سره کولو  زړه او جرأت هيڅ ونه کړي).

په اسلام کي د ناسمو موخو لپاره جګړه د منلو نه ده:

د اسلام  له مخي د ناسمو او نامنلو موخو لپاره جګړه ناسمه بلل سوې او رد سوې ده. چي له دغو موخو څخه يو څو يې دادي:

١. له نړۍ څخه د کفر محو کېدل. دا هغه کار دى چي د قرآن له څرګندو ښوونو څخه خلاف دى. قرآن فرمايي چي په اديانو او عقايدو کي د وګړو اختلاف او پر مسلمانانو او کافرانو او موحدينو او بت پالونکو او د پيغمبرانو پر تصديقوونکو او نه تصديقوونکو د هغو وېشل، ټول د لوى څښتن اراده او مشيت باله سي، کومه چي د ده عز وجل له حکمت څخه خالي نه ده. لوى څښتن خلک په ايمان او بې ايماني کي يو د بل مخالف او يا د مخالفت وړ پيدا کړي دي، لکه چي فرمايي:

﴿ وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعاً أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ ﴾  [يونس: ٩٩].

ژباړه: او(اى پيغمبره!) که الله (د مځکي پر مخ ټولو خلکو ته ايمان) غوښتلاى، نو د مځکي پر سر به ټولو اوسېدونکو(پر هغو باندي چي تا وروړي دي) ايمان راوړى واى.(خو لوى څښتن په دې کي حکمت لري. هغه د خپل دې حکمت سره هغه چا ته چي خوښه يې سي لار ښيي او هغه چا ته چي خوښه يې سي بې لاري کوي يې، ) نو آيا ته ټول خلک په زور مسلمانوې؟

بل آيت دى:

﴿ وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ ﴾ [هود:118].

ژباړه: او که ستا پروردګار غوښتلاى ټول به يې د يوې لاري لاروي(د اسلام د يوه دين پيروان او يوه ډله به يې) کړي واى (خو لوى څښتن دا نه دي غوښتي چي په يو چا باندي په زور سره کوم دين ومني، ځکه دا د حکمت غوښتنه نه ده، له دې امله  هغو ته موکه ورکړه سوې ده چي په خپله خوښه او اختيار بېلي بېلي طريقې غوره کړي). او دوى به اوس د تل لپاره پر بېلو بېلو (دينونو او)لارو روان وي.

٢. د خلکو (يا ځينو خلکو)په زور مسلمانول. قرآن کريم په دين کي زور او  اکراه ګردسره ردوي، لوى څښتن په قرآن کي خپل پيغمبر ته فرمايي:

﴿ وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَآمَنَ مَنْ فِي الْأَرْضِ كُلُّهُمْ جَمِيعاً أَفَأَنْتَ تُكْرِهُ النَّاسَ حَتَّى يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ﴾ [يونس:٩٩].

(ژباړه يې دمخه تېره سوه). په دې کي استفهام انکاري دى معنا يې د اکراه او زور د فکر ګردسره او په قاطع توګه نفي او رد دى. او په دې توګه دا خبره څرګندوي چي دا کار د پيغمبر په واک کي نه دى، ځکه دا د لوى څښتن د مشيت ضد کار دى.

٣. په جهاد سره اقتصادي موخي ترسره کول. حقيقت دادى چي د اسلام مقدس دين مجاهد يا د مجاهدينو ډله له دې څخه منع کوي چي په نيت او اهدافو کي يې دنيوي ولجې او ګټي وي، مادي وي لکه شته ، ولجې او داسي نور که معنوي وي لکه جاه وجلال، نوم ايستل او د خلکو ستايل. نو کله چي له دغو شيانو څخه د جهاد په اهدافو يا د مجاهد په نيت کي يو شى ګډ سي جهاد يې فاسد سي او ثواب يې له منځه ولاړ سي. او د خداى په لار کي د جهاد له اعتباره وزي.

د اسلام د سولي غوښتني ثبوتونه

دا چي موږ وايو چي اسلام د سولي دين دى دا د اسلام په تاريخ کي له پيله تر اوسه  ډېر ثبوتونه لري. څنګه چي دلته پر ګردو باندي خبري نه سي کېداى نو پر يو څو بېلګو يې ږغيږو.

١. د مدينې تړون:کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې منورې ته هجرت وکړ او لوى څښتن هلته د لومړي ځل لپاره د اسلام د لومړني دولت د بنسټ ايښوولو زمينه ورته مساعده کړه،  نو هغه تر ټولو د مخه د مکې د مهاجرو او د مدينې د انصارو تر منځ د ورورګلوۍ(مواخات) تړون رامنځته کړ او ورسره سم يې د هغه ځاى د مسلمانانو او يهودو د اړيکو د تنظيم  او د ټول انسانيت د امن او سم سمکي په موخه د هغه ځاى د مسلمانانو او يهود ترمنځ تړون لاسليک کړ.

٢. د حديبيې سوله: دا د اسلام په تاريخ کي تر ټولو مشهوره سوله ده چي حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم د هجرت په شپږم کال په حديبيه  نومي ځاى کي د مکې د قريشو سره د لسو کالو لپاره وکړه. چي دا سوله د مسلمانانو په ګټه تمامه سوه او د هغې په موده کي غټ غټ خلک په اسلام مشرف سول.

٣. د خيبر سوله: کله چي رسول الله صلى الله عليه وسلم خيبر فتح کړ د واک او قدرت له موضع څخه يې د خيبر د يهودو سره د هغو د مځکو د حاصلاتو پر نيمه برخه اخيستلو باندي سوله وکړه.

٤. د دومة الجندل د واکمن سره د سولي تړون: کله  چي د موته تر جګړې وروسته لوى څښتن د عېسويانو په زړونو کي د مسلمانانو بېره واچول، نو د روم د ټولواکمنۍ  ځينو عربو لاس کښېنولو واکمنو پر دغي  ټولواکمنۍ باور له لاسه ورکړ ، يو په بل پسې رسولصلى الله عليه وسلم  ته د جزيې او ډول ډول جنګي سامان آلاتو او نورو په ورکولو سره يې د هغه سره سولي ته ور ودانګل. لکه چي د دومة الجندل د عرب  نصراني واکمن  اکيدر نومي سره رسول الله صلى الله عليه وسلم له هغه څخه دجزيې پر اخيستلو سوله وکړه.

٥. د نجران سوله: رسول الله صلى الله عليه وسلم د نجران د نصاراوو سره له هغو څخه د جزيې پر اخيستلو سوله وکړه.

٦. د بني ضمره وو سوله: دغه راز رسول الله صلى الله عليه وسلم د هجرت په دوهم کال(په ٦٢٣ع.کال) د بني ضمره وو سره تحالف  او ملګرتيا ته ورته د دايمي سولي تړون لاسليک کړ.

٥. همدغسي حضرت عمر رضي الله عنه د واک او قدرت له موضع څخه د بيت المقدس د نصاراوو سره سوله وکړه. همدا راز  د مسلمانانو ځينو مشرانو د روميانو(اروپايانو) او نورو سره سوله کړې ده.

بيا په راوروسته وختونو کي د اسلام ډېرو لارښوونکو د نامسلمانو  وګړو سره د سولي ډول ډول تړونونه لاسليک کړي دي. لنډه دا چي د اسلام په وياړلي تاريخ کي د اسلام د سولي غوښتني همدغسي بېلګې خورا ډېري دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د