شعـــــرونه

د خال او خد شاعرانو ته/ بلینډه بدرۍ

دا څوک ېې داسې چا پسې تل ژاړې په غزل کې
له دې نه سېوا نور څه زلت غواړې په غزل کې

بس ستا دلاسه نشم تلای ګودر ته کلېواله
بېا پلونه مې په ناز او ادا ژباړې په غزل کې

اخ داد ته د مشکېنې رسامۍ دې څه لېوال ېې
بربنډې پښتنې دې کړې ولاړې په غزل کې

ستا خوا کې شاعر ستا او تا دده د خور صفت کړ
واه څه ښه مو ستاېلې تاسو دواړې په غزل کې

خوشحاله شم که وير درباندې وکړم راته وايه
عجب عجب مې نومه ته هم لاړې په غزل کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x