افغانستان

د کندهار په مرکزي زندان کې ۲۰ تنو زندانيانو د قران کريم حفظ وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار په مرکزي زندان کې ۲۰ تنو طالب زندانيانو د قران کريم د حفظ وياړ ترلاسه کړی دی.

دغه کسان چې په بېلابېلو وختونو کې د دولت له لوري نيول شوي دي له هغې وروسته يې په زندان کې د قران کريم حفظ ته ملا تړلې ده.

د کندهار د مرکزي زندان مدير سمونوال غلام فاروق وايي چې تر دې وړاندې هم په زندان کې طالب زندانيانو د قرآن کريم حفظ ترسره کړی دی او د تېرو څوکلونو په موده کې په څلورو دورو کې ۴۷ طالب زندانيانو د قران کريم حفظ بشپړ کړی دی.

ددغه زندان يوتن زنداني او د قرانکريم د حفظ او زده کړې استاد وويل چې دوی خوشاله دي چې ملګرو يې د قران کريم حفظ او زده کړې ته ملا تړلې ده او د څو کلونو په موده کې په لسګونو تنه زندانيانو د قران کريم حفظ وکړ.

هغه وويل چې که څه هم ډير طالب زندانيان هڅه کوي چې قرانکريم حفظ کړي او دا چې نورې بوختيا نه لري او ډېر وخت قرانکريم ته ورکوي، نو ځکه يې ډير زندانيان په لږ وخت کې د قران کريم حفظ سر ته رسوي، خو هغه اندېښنه څرګنده کړه چې په زندان کې يو شمير نور جنايي زندانيان هم شته چې هغوی بيخي د قران کريم تلاوت څه چې خپل فرض لمونځونه هم نه اداء کوي.

هغه وايي چې مونږ ډېر ځله دغو زندانيانو ته د لمانځه او د قران کريم د تلاوت ويلي دي خو ډېر کم يې دې ته اماده شوي دي چې لمونځونه او د قران کريم تلاوت وکړي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم طالب زندانيانو د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې د قرانکريم او احاديثو د زده کړې حلقې جوړې کړې دي او زندانيانو ته يې د پنجرو ترشاه د زولنو او ولچک په حالت کې ديني زده کړې رسولې دي او له فراغت وروسته يې ځانګړي مراسم ترسره کړي دي چې ډير ځله يې د زندانيانو د مسوولينو له لوري مراسم منع کړل شوي دي خو د زندانيانو د اعتصابونو او احتجاجونو له امله بيرته ورته اجازه ورکړل شوې ده.

تر دې وړاندې په ګوانتنامو، باګرام، څرخي پله او ځينې نورو زندانونو کې طالب بنديانو د قرانکريم د حفظ تر څنګ خپلې نيمګړې ديني زده کړې هم مخ پر وړاندې بېولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد

شرنگهار د زولنو– لمی کوی — د کافر دشمن او د داعش مخ د تور وی

khan olas babar

i want to headlines newz every time when share this page

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x