نړۍ

برکينا کې د بهرنيانو پر هوټل بريد کې ۲۰ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د لويديځې افريقا برکينا فاسو هېواد پلازمېنه اوګاډوګو کې د بهرنيانو پر هوټل بريد کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

ويل کيږي، چې د بريد ډېری قربانيان د لوېديځو هېوادونو اتباع دي.

د برکينا بهرنيو چارو وزير ايلفابيري پر هوټل د بريد پخلی کړی او زياتوي، چې هوټل کې د يرغمل شوو کسانو د خلاصون په موخه د هېواد ځانګړو ځواکونو عمليات پيل کړي دي.

د اوګاډوګا دولتي روغتون ډاکټران وايي، چې تر اوسه يې شل مړي او له پنځلسو زيات ټپيان وروړي دي.

د سيمې اوسېدونکو ځايي رسنيو ته ويلي، چې پر ځايي وخت ماښام اووه نيمې بجې د هوټل دروازه کې دوه موټربم چاودنې وشوې او ورپسې څلور مخ پټي بريدګر هوټل ته ننوتل، د ملګرو ملتونو پر مامورينو او نورو بهرنيو اتباعو يې ناتاره ډزې پيل کړې.

عيني شاهدان وايي، چې دوی د امنيتي ځواکونو او بريدګرو ترمنځ د روانو ډزو اوازونه اورېدل او د سهار تر شپږنيمو بجو سيمه کې پر ګرځېدو بنديز لګېدلی و.

دا هوټل د برکينا نړيوال هوايي ډګر ته څېرمه پروت دی، چې ډېری اوسېدونکي يې بهرني اتباع وي.
برکينا کې د امريکا سفارت وايي، چې د بريد په اړه د معلوماتو په راټولو لګيا دي.

ځينې امنيتي سرچينې وايي، چې د پېښې مسووليت القاعده جهادي ډلې منلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x