دیني، سیرت او تاریخ

حلال او حرام مال یو امتحان دی

بسم الله الرحمن الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم اما بعد:

الله جل جلاله لکه څنگه چي مخلوقات پيدا کړي دي، همدا راز د دوی دروزۍ ذمه واري يې هم اخيستي ده.

څوک داسي نه پرېږدي چي هغه ته دي روزي ورنه کړي که څه هم دالله پاک لوی دښمن او له هغه څخه سرغړونکی اونافرمان وي.

دا ځکه چي الله پاک ته دُنيا اعتبار نه لري نو له دې امله يې دوست او دُښمن دواړو ته ورکوي.

لکه څنگه چي په حديث کي داخبره بيان شوې ده:

عن سهل بن سعدالساعدي رضی الله عنه قال :قال : رسول الله صلی الله عليه وسلم :لو کانت الدنيا تعدل عندالله جناح بعوضة، ماسقی کافرا منها شربة ماء (رواه الترمذي ص۵۸ج ۲ وقال حديث صحيح)

له حضرت سهل بن سعدالساعدي رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:که دُنيادالله سره دغوماشي د وزر په اندازه قدرلرلای،نو کافر ته به يې له دې څخه يوغړپ اوبه هم نه وای ورکړې!!

لکه څنگه چي دروزي ورکول دالله پاک کاردی همدا راز پراخول او تنگول يې هم دالله پاک کاردی.

نو د روزۍ پراخوالی او د مال زياتوالی د هوښيارتيا نښه نه ده بلکي ډېر ځله بې عقلان خلگ وي او تر هوښيارانو زيات مالونه لري.

غرض زما دا وو چي دانسان اصلي مقصدپ ه دُنيا کي دمال گټل او د پيسو زياتول نه بلکي دالله پاک پېژندل، دهغه راضي کول او د هغه د احکاماتو مطابق خپل ژوند تېرول دي.

دې دُنيا ته چي انسان راغلی دی، دده راتگ د ازمايښت اوامتحان لپاره دي او الله پاک غواړي چي په انسانانو کي تابعدار او نافرمان ښکاره کړي.

همدا راز دروزۍ دگټلو په هکله هم پرانسانانو امتحان کوي:

ځيني شيان الله پاک حرام کړي او د روزۍ دگټلوله ځيني لارو څخه يې منع کړې ده.

همدا راز ځيني شيان يې حلال کړې او د هغو د گټلو لپاره يې طريقې او حدود متعين کړي دي.

بيايې انسان ته اختيارورکړی(ددې وعدې سره سره چي روزي الله پاک ورکوي)چي دی دروزۍ دگټلولپاره په کوموطريقواولارو روانېږي،کومه ذريعه دمال دگټلولپاره اختياروي اوپه کومه طريقه کاروبارکوي.

اوبل امتحان يې دمال په هکله دادی چي حرام مال يې ډېرکړی دی.

دحرام مال مثال دمُردارشوي حيوان په څېردی چي چاته قدراوارزښت نه لري،چي په کورکي ساتنه يې هم څوک نه برداشتوي بلکي له ځانه يې لري کوي اوغورزوي.

همداراز حرام مال مثال هم داسي دی لکه الله پاک چي غورزولی وي.

که يې څوک وراخلي نوترحلال مال په اسانه ترلاسه کيږي اوالله جل جلاله ته دمرداري په څېرقدرهم نه لري ځکه ترې خيراتونه هم نه قبلوي.

له دې امله انسان بايدخپل دژونداصلي هدف ته ځيرشي اودروزۍ دگټلولپاره هغه لاري اختيارکړي چي صحيح اورواوي.

ځکه دين يوازي دپنځه وخته لمانځه نوم نه دی بلکي دانسان لپاره ضروري ده چي دژوندپه ټولواړخونوکي به دشريعت پابندي کوي.

دشريعت ډېراحکامات دمعاملوسره تعلق لري ددې يودليل دادی چي هدايه زموږدمذهب معتبرکتاب دی،چي په څلوروجلدونوکي دی.

په دې مبارک کتاب کي دانسان دعمل سره تعلق لرونکي تقريباًټول ديني احکامات ذکردي.

په دې کي يوازي اولنی جلددعباداتو(اودس،لمونځ،زکات اوحج)په هکله دی نوردرې جلدونه يې ټول دمعاملوپه هکله دي.

له دې څخه داخبره جوتېږي چي يوازي دعبادتونوپه کولوسره په دين پوره عمل نه کېږي ترڅوچي خپلي معاملې دشريعت مطابق نه کړو.

نوالله پاک دي موږته توفيق راکړي چي خپل کاروباردشريعت مطابق کړواوپه حلاله توگه دځان لپاره روزي پيداکړو.

آمين

وصلی الله علی نبينا محمد وعلی اله واصحابه اجمعين

ليکوال: مولوي عصمت الله عزام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x