نړۍ

د ګوانتنامو ۱۰ يمني زندانیان عمان ته لېږدول شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): په ګوانتنامو زندان کې د يمن هېواد ۱۰ تنه زندانيان چې د القاعده جهادي ډلې سره د ملګرتيا په تور نيول شوي وو، عمان ته لېږدول شوي دي.

د عمان دولتي خبري اژانس وايي چې لس تنه يمني زندانيان د امريکا په غوښتنه د «موقت وخت له پاره» تېره ورځ د عمان هېواد ته لېږدول شوي دي، چې هلته به د څه مودې له پاره وساتل شي.

امريکا د ګوانتنامو په اړه وروسته له هغو فشارونو چې د کورنيو او بهرنيو ټولنو له لوريو وارد شوي دي، هڅه کوي چې په تدريجي توګه د ګوانتنامو له زندان څخه زندانيان نورو هېوادونو ته ولېږي، او د ګوانتنامو زندان وتړي.

په روانه مياشت کې تر دې وړاندې هم څلور زندانيان له دغه زندان څخه خوشې شوي وو او د امريکايي مسوولينو له قوله ښايي د مياشتې په اوږدو کې درې نور زندانيان هم له دغه زندان څخه بل هېواد ته ولېږدول شي.

بارک اوباما تېره اوونۍ خپل ولس ته په وروستۍ وينا کې وويل چې د ګوانتنامو زندان د تړلو له پاره يې خپلې هڅې په کار اچولي دي.

تر دې وړاندې ځينې امريکايي وکيلانو او سناتورانو ويلي وو چې، امريکا د ګوانتنامو د زندانيانو پر وړاندې له ټولو بشري قوانينو څخه سرغړونه کوي او زياته کړې يې وه چې، د نړۍ په هېڅ قانون کې داسې څه نه شته چې بې له محاکمې دې زندانيان په زندانونو کې وساتل شي.

يوې بلې امنيتې سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي چې د امريکا پوځ به د راتلونکې فرورۍ تر پايه د ګوانتنامو د زندان د تړلو په اړه خپل پلان ګانګرس ته وړاندې کړي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان د امريکا له يرغل وروسته په ۲۰۰۲ زيږديز کال کې امريکا د ګوانتنامو زندان جوړ کړ چې په کې شاوخو ۱۰۰۰ تنه د طالبانو او القاعده غړي او نور شکمن کسان زنداني شوي وو، چې تر نيمايي زيات يې افغانان وو.

خو اوس مهال د ګوانتنامو په زندان کې ۹۳ تنه زندانيان شته چې امريکا يي د طالبانو او القاعده شبکې مهم کسان بولي.

د ګوانتنامو په زندان کې د طالبانو ګڼ شمېر لوړ پوړي چارواکي هم وو چې د هغوی له جملي څخه يې د طالبانو د حاکميت پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفير مولوي عبدالسلام ضعيف او د طالبانو د قطر د سياسي دفتر پنځه تنه مشران چې له يوه امريکايي عسکر «بوی بريګډال» سره د تبادلې په ترڅ کې ازاد کړل شول، شامل دي.

په دغه زندان کې ځينې زندانیانو د سختو شکنجو او تعذيبونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې د هغې له جملې څخه يې يو تن وروستی زنداني چې درې کاله وړاندې هلته ووژل شول د مولوي محمد یونس خالص قومندان معلم اول ګل و چې هلته له وژل کېدو وروسته يې جسد ه د سره صليب په مرسته هېواد ته راوړل شو او په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو.

له ګوانتنامو څخه د ازاد شويو زندانيانو د ليکنو او مرکو څخه معلوميږي چې د ګوانتنامو زندان د نړۍ تر ټولو وحشت ناک او له انساني چوکاټه د وتلي تېريو مرکز دی چې په کې ګڼ شمېر زندانيانو خپل روغتیايي حالت له لاسه ورکړی او له هغې وروسته ترډېره په ذهني او بیلابیلو ناروغیو اخته وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x