
کراچۍ کې د افغانستان ملي امنيت څلور غړي نيول شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): پاکستاني رسنۍ د سند ايالت امنيتي چارواکو له قوله وايي، چې کراچۍ ښار کې يې د افغانستان د ملي امنيت څلور غړي نيولي دي.
د پاکستاني رسنيو په وينا امنيتي ځواکونو د کراچۍ په بېلابېلو سيمو کې د شکمنو کسانو پر ضد د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د افغان ملي امنيت څلور غړي نيولي او دمګړۍ د پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.
د سند پوليسو وياند وايي، چې نيول شوي کسان د غزني اوسېدونکي دي او له تېرې اوږدې مودې د کراچۍ کلفټن، ګلستان، جوهر او پهلوان کوټ کې يې وخت تېر کړی.
د نيول شوو کسانو نومونه امان الله، عزيز، حکمت او عبدالغفار ښودل شوي دي او داسې ويل کيږي، چې د نيول شوو کسانو اړيکې د هند استخباراتو «را» سره هم ثابتې شوي دي.
پاکستان وايي، چې د نيول شوو کسانو په اړه به د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سره خپلې اندېښنې شريکې کړي.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.