ټولنیزه برخه

دیموکراسي داسلام او عقل په رڼا کې

ګران لوستونکي پوهيږي چې د کليسا لاسپيکرونو د اسلام دمقدس دين دتحريف په منظور مسلمانانو ته د اسلامي احکامو دښوونې هڅه کوي، هغه لاسپيکرونه چې تل په اسلامي احکامو ملنډې وهي اسلام تخريبوي کله کله زموږ ته زموږ دين راښيي، له امريکا غږ ډيوه راډيو به مو د تصوف او صوفيانو په اړه بحث اوريدلی وي، چې لنډغر سندر غاړي داسلام ددين په مهمه مسئله کې غږيږي بحث پرې کوي.

همدغه راز ځينې غرب زده ګان بيا د ديموکراسی او اسلام ترمنځ مناسبت او يو والی ثابتوي، او پدې ډول غواړي خپل انحراف او اسلام ضد اعمالو ته جواز پيدا کړي.
په لاندې کرښو کې مو دهمدې موضوع د څيړلو هڅه کړې.

اسلام دبشريت دمعبود نازل کړی شوی هغه دين دی چې له پيړيو راهيسې ژوندی دی او ژوندئ به وي الله جل جلاله يې دبقا او ساتنې وعده کړې ده او دګردو امصارو او اعصارو دوګړو دهدايت او لارښوونې لپاره يې صالح ګرځولی
هوکې اسلام هغه دفطرت دين دی چې دبشريت بقا پکې تضمين ده چې دهغه له لارښوونو او تعليماتو پرته بشريت خير نشي موندلای او دهغه له تطبيق او پلي کولو پرته انسانيت عزت نشي ترلاسه کولای
اسلام دالله جل جلاله درحمت هغه سوری دی چې دانسانيت دابادئ او سوکالئ لپاره کار کوي، هغوی ته عدل او انصاف مهيا کوي او دشر او فساد ريښې له مينځه وړي. دغه دين کامل او شامل دين دی چې رب العلمين دبشر دهر اړخيزې لارښوونې لپاره راليږلی.
خو داوسني عصر فرعونيان، دبشريت او فطرت دښمنان يهود او نصاری (چې تل په دې هڅه کې دي، چې مسلمانان له خپل اصلي دين څخه واړوي او له خپل اصلي مسير څخه يې منحرف کړي،) چې کله دمسلمانانو له مرتدولو او منحرفولو څخه مايوس شول نو پر هغوي يې دديموکراسي دمسلطولو هڅه وکړه ترڅو که هغوی مرتد کولای نشي کم نه کم له حق دين څخه يې راوګرځوي.
هوکې قدرمنو لوستونکو! ديموکراسی (چې غربيان يې په خلکو باندې دخلکو په حکومت تعبيروی:) په حقيقت کې په څلورو بنسټيزو اصولو ولاړه ده،
لومړی:اعلی سيادت (تقنين يا تشريع)
دوهم: حريت آزادي يا بشري حقوقو
دريم:مساوات.
څلورم: ولسواکي.
دديموکراسی لومړی يعني ستر سيادت او واکمني دبشر حق بولي اومقننه قوه دبنده په واک کې ورکوي،  يعني دتقنين او تشريع په برخه کې بايد انسان خپلواکه او بې بندوباره وي پدې کې بايد هغه دوحي او الهي دين پيروی ونکړي دهغه خوښه چې څه يې خوښه وي هغه روا او چې څه يې خوښه وی هغه ناروا وګرځوي، بلکه هغه چې دخپل عقل په رڼا کې کوم قانون جوړ او تصويب کړي هغه بايد پلي او عملي شي ولو که داسلام او الهي ارشاداتو سره ټکر ولري، دديموکراسۍ دغه اصل دتقنين مصدر او منبع بشر او دهغه عقل بولي او دسياست له دين څخه په جدا کولو  ټينګار کوي.
دديموکراسې دغه اصل يوه مشرکانه مفکوره ده چې پدې اساس قائمه ده چې خالق (الله تعالی) اګرکه ددوی په اند وجود لری خو دهغه دنده يواځې تخليق ده وبس له دې وروسته بيا بندګان خپلواکه دي بايد دپارلمان له لارې خپل قانون او نظام جوړ او پلي کړی.
اسلام دديموکراسي دغه اصل په کلکه ردوی ځکه په اسلام کې دتقنين او تشريع ، تحريم او تحليل يواځينئ منبع اسلامي شريعت ده، اسلام بنده ته دروا کولو او ناروا کولو اجازه نه ورکوي ځکه دا دخالق کار دي نه د مخلوق، همدغه شان داسلام پيروان پدې مکلف دي چې خپلې ټولې ستونځې درب العلمين په رانازل کړي قانون  فيصله کړي، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمايې: وان احکم بينهم بما انزل الله…
دديموکراسۍ دا اصل له سليم عقل څخه هم مخالف دی ځکه دګردو ملتونو او دينونو وګړي په دې سره متفق دي چې دښو او بدو لپاره معيار عقل ندی ځکه له الهي لارښوونو پرته يواځې عقل دښه او بد سم او ناسم روا او ناروا تمييز نشي کولای اوهمدا شان دانسانانو عقلونه او سوچونه داشخاصو، حالاتو، شرايطو، او ازمنه وو په بدلون سره بدليږي. دمثال په ډول دځينې خلکو عقل يو کار ښه ګڼي خو دځينې نورو عقل بيا همدغه کار بد ګڼي، همدغه شان عقل په يوه زمانه کې يوکار ممدوح ګڼي او په بله زمانه کې همدغه کار مذموم. له همدې امله د ډيموکراتيکو ملتونو او ټولنو احکام او قوانين ثابت نه دي بلکه بدليږی رابدليږي. عقلا داسې قانون دمنلو وړ نده چې ديوچا له عقل سره برابر او ديوې زمانې خلکو ته دمنلو وړ وي او دبلې زمانې خلک لعنت پرې وايې.
دديموکراسي دترکيب دوهم اصل آزادۍ : ديموکراسی د آزادی دزړه وړونکي نوم لاندې په ټولنه کې دارتداد، فسق، فجور ، فحشاء زهر شيندي، دمثال په ډول ديموکراسی خلکوته شخصی آزادی، دواک آزادی، دعقيدې آزادی، او درايې آزادی ورکوی، نو دشخصي آزادی له مخې هر انسان دا حق لری چې څه يې خوښه وی هغه په ځان وکړی، هغه هر ډول اخلاق اختيارولی شي، ديموکراسي ددې آزادی له لارې زنا، لواطت، سحاق او نورو بد اخلاقيو او ناروړه عملونو ته قانونا جواز ورکوي، له همدې امله په ديموکراسی کې زنا هيڅ عقوبت نه لری، بلکه کوم يو حکومت هم دا حق نلری چې زانی يا زانية په کومه جزا محکوم کړی ځکه دديموکراسی په قاموس کې ديته په شخصی آزادی کې دلاسوهنې حکم ورکول کيږی، همدا شان هر انسان دمال په ګټلو او مصرفولو کې خپلواک دی پدې مانا چې هر يو دا اجازه لری چې په هره وسيله سره وی يو شی تر خپل ملک لاندې راولی، برابره خبره ده که د اجرتي فحاشۍ اوقمار له لارې وی او که ددرغلۍ سود او احتکار له لارې وی، او هر انسان دا حق لری چې کومه عقيده يې خوښه وی ورته معتقد واووسی، او هره رايه يې چې خوښه وی په ډاګه يې کړی ديموکراسی ددې آزادی له لارې ارتداد او زنديقيت ته لاره هواروی ځکه پدې طاغوتي نظام کې دهر ملت او مذهب پيروان ولو که په باطله وی دا اجازه لری چې داسې ډله تشکيل کړی يا داسې ورځپاڼه او مجله تاسيس کړی، چې ارتداد ته بلنه کوی پدې بانه چې ګواکې هر څوک دبيان دآزادي حق لری.
  پداسې حال کې چې په اسلام کې انسان بې مهاره نه ده پريښولی شوی بلکه مسلمان بايد خپل ټول اعمال او کړنې داسلامی شريعت په رڼا کې تر سره کړی، او د آزادی کومې رمباړې چې دوی وهي هغه په اسلام کې وجود نلری،  بلکه اسلام خپلو معتقدانو لپاره ترچوکاټ لاندې آزادي ورکوي. په اسلام کې شخصی آزادی پدې مانا وجود نه لری، چې يو سړی يا ښځه دې زنا ته مخه کړي، نو ځکه زاني او زانيه يا سنګسار او يا هم په دورو وهل کيږی، همدا شان مِلکی حريت او آزادی هم په هغه مانا په اسلام کې نشته، چې دوی يې کوي نو ځکه اسلام سود، احتکار، قمار، غصب، غلا وغيره ناروا بولي او له دغو لارو ګټل شوي مال ته دحرامو نوم ورکوي، همدا شان په اسلام کې عقيدوی آزادی وجود نلری نو که چيرې يو مسلمان مرتد شی او توبه ونه باسی نو وژل کيږی به، اسلام هر وخت او هرځای خپل پيروان پدی مکلف بولی چې دحق خبرې او رايې اظهار وکړی، اما دباطلې او ناروا رايې اجازه په هيڅ حالت کې خپلو منونکو ته نه ورکوي. عباده ابن صامت رضی الله عنه له رسول صلی الله عليه وسلم سره دخپل بيعت په کيسه کې يوه خبره دا هم کوی: چې موږ له هغه سره پدې هم بيعت وکړ چې هر چيرته موږ وو نو حق به وايو او پدې لاره دهيچا دملامتيا پروا نه کوو،  ( وأن نقول بالحق حيثما كنا لا نخاف في الله لومة لائم )
ديموکراسي ښځې او سړي په هرڅه کې سره مساوي او برابر بولي او همدا شان دملکي وګړو ترمنځ دمساوات چيغې وهي.
ښځه الله جل جلاله يونازک صنف پيدا کړی او اسلام پر هغې دهغې دوسې مطابق بوج اچولی اما ديموکراسي ښځه له سړی سره مساوي او برابره بولي او دقدرت دورکړل شوي طاقت څخه زيات تکليف پرې اچوي او دهغې عزت، عفت، کرامت، حياء او آبرو تر پښو لاندې کوي چې دا له ښځو سره ډير سخت ظلم دی.
 خو اسلام دښځو ډير عزت او احترام کړی او هغې ته يې دخور، مور، لور او ميرمنې په بڼه ډير حقوق ورکړي همدا اسلام وو چې ښځې يې له زنده بګور کولو څخه وژغورلې، رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل امت ته له ښځو سره دښه او نيک چلند کولو توصيه کړې اسلام ښځو ته داسې کامل او مکمل حقوق ورکړي چې هيڅ شرقي او غربی قوانينو هغې ته ندي ورکړې . اما ديموکراتان چې دښځو دحقوقو په نامه کومې نارې سورې وهي دوی په حقيقت کې دښځو داساسي حقوقو غوښتنه نه بلکه دخپلو خواهشاتو دپوره کولو دحيواني غريزو دتسکينولو او خپل هوس سړولو لپاره دښځو بې حجابۍ بې حيايۍ او نورو ناوړه عملونو ته لاره هواره وي.
ديموکراتان اګرکه دبشر دحقوقو نارې او چيغې وهي اما دا خبر دلمر په شان روښانه ده چې دوی دبشر له مسلمه حقوقو څخه سرغړونه کوي او له بې وزله مسلمانانو سره دتبعيض او توپير چلند کوي دهغوی په هيوادونو ناروا يرغلونه او بمبارونه کوي، دهغوی پر شتمنيو يې خيټې اچولي، او هغوی يې له ارام او هوسا ژوند څخه محروم ساتلي.
دديموکراسی دا دوه اصول يعنی مساوات او حريت په خپل منځ کی سره مناقض دي په دې معنا چې که خلک خپلواکه شي نو مساوات سلب کيږی او که چيرته په ټولو مساوات لازم وګرځول شي نو حريت او خپلواکي له منځه ځي.
څرنګه چې دديموکراسي توري په خپله دولسواکي مانا ورکوي له همدې امله ديموکراتان دولس رايه معصومه او مقدسه ګڼي.
خو لکه څنګه چې په يوه رايه دټول ولس اجتماع او توافق امکان نه لري نو ځکه دوی داکثريت رايه دحق معيار ګڼي، پدې مانا چې اکثريت څه پريکړه وکړه هغه هرو مرو دمنلو وړ ده په هيڅ صورت کې رد کيدای نشي ځکه پدې طاغوتي نظام کې اکثريت هغه اله او معبود ده چې دتحليل او تحريم په برخه کې اعتماد او تکيه پرې کيږي، خو په اسلام کې يواځې اکثريت دحق معيار نده چې هغه څه وايې موږ به يې خامخا منو، بلکه په اسلام کې دحق معيار الهي شريعت ده نو ځکه په اسلام کې جائز او حق هغه شئ ګڼل کيږي چې شريعت حق او جائز بللی وي ولو که دهغه تر شا يو کس يا لږ شمير خلک وي، او باطل او ناروا هغه شی دی چې الله جل جلاله او دهغه رسول صلی الله عليه وسلم ورته ناروا ويلي وي، ولو که ګرده نړی دهغه ترشا ولاړه وي.
ديموکراسی اګر که تل تر تله دولوسواکۍ چيغې پورته کوی اما دا يو منل شوی حقيقت ده چی دديموکراسۍ له زيږدنې راهيسی په يوه ځای کې هم په سهی مانا ولوسواکي دديموکراسی په وسيله منځ ته نه ده راغلې. ځکه تاريخ پدې ګواه ده چې ديموکراسی تل ديوه مستبد، ديکتاتوراو ظالم نظام په حيث پاتې شوی ځکه چې دتاريخ په اوږدو کې تر اوسه پورې يوه ډله واکمنه پاتې شوی.
دديموکراسی په پخوانی تاريخ کې هم بډايو زوره ورو او ملکانو حکومتي ډله تشکيلوله او مقننه او اجراييوه قوه يې په واک کې وه پاتې شو نور ملکی وګړی چې دهيواد اکثريت وو هغوی هيڅ هم په واک کې نه لرل.
او په اوسنی عصر کې هم بډای او شتمن پانګوال په مقننه او اجراييوه قوو واکمن دي هم دوی دهغو ډلو واکمنان دی چې مطبوعات يې تر ولکې لاندي دی هغه چې په عامه اذهانو خورا زيات اثر لری او حکومت ته ديوې مظبوطې پايې کار ورکوي چې مطبوعات بيا خلکو ته دا په نظر کې ورپيچکاری کوي چی ستر سيادت بايد  شتمنو او پانګوالو لره وی.
له همدی ځای څخه دا په ډاګه کيږی چی ديموکراسی تل تر تله د اقليت واکمنی ته لاره هواروی او په هيڅ صورت کې ولسواکی او يا داکثريت واکمنی نه ده. بلکه دا يو فاسد، پوده، او رکيک نظام ده.
داسلام دحقپالونکو علماؤ له نظره ديموکراسي په تمامه معنا له اسلام سره مخالف او مناقض نظام ده چې دعلماؤ دبحث خلاصه موږ په لاندې ډول ستاسې مخې ته ږدو.
 ډيموکراسی ډاګيز کفر ده
ديموکراسي اسلامي او اسلام ديموکراتيک کيدای نشي.
 ديموکراسي په حقيقت کې ولسواکي نه بلکې غرب واکي ده
غربی ديموکراسی هغه دريم جاهليت ده چې د جاهليت اولی په څير، تبرج ، بغاء، بی حيايی، بی حجابی او زناء ته په ودې ورکولو سره دښځو حياء او عفت ژوندی خښوی او دبشر حقوق تر پښو لاندې کوي.
ډيموکراسی دالحاد، فساد، ارتداد، استشراق او زندقيت نوی نوم دی
ډيموکراسی داسلام پر ضد دکفر، شرک، نفاق، يهوديت او عيسويت ګډ مورچل دی.

د ديموکراسی د مفاسدو د لا زيات وضاحت لپاره لانديني کتابونه مطالعه کړئ، دلته د اختصار په منظور د يو څو کتابونو نومونه رانقل کوو، هسې خو رباني علماؤ پدې موضوع په لسهاوو کتابونه ليکلي.

1.      تحطيم الصنم الديمقراطي.
2.      قطع جذور الديمقراطية.
3.      الديمقراطية دين.
4.      ارتداد لا ابا بکر لها.
5.      من مفاسد الديمقراطية.
6.      ديموکراسی ډاګيز کفر ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x