
دفاع وزارت وايي سنګین ولسوالۍ کې لا هم امنیتي ځواکونه مېشت دي
نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې لا هم د دوی ځواکونه مېشت دي او په وينا يې په مېړانه ترې ساتنه کوي.
د ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د سنګين د امنيتي وضعیت په اړه د نن ټکی اسیا د مرغومي په نولسمه خپور شوی خبر «بې بنسټه» بللی او ويلي يې دي چې سنګين د دوی په واک کې دی.
د دفاع وزارت خبرپاڼه کې دعوه شوې چې په دې ولسوالۍ کې ادارې فعالې او په څو قرارګاو کې امنیتي ځواکونه مېشت دي: «د مرغومی میاشتی په(19)نیټه د خبری سایت (نن ټکی اسیا) په اړه باید وویل شی افغان سرتیری چی د سنګین په ولسوالی کی امنیتی دندی په میړانه سرته رسوی یوازی په یوی قرارګاه کی نه بلکه په څو بیزونو او قرارګاه ؤ کی میشت دی چی په نوموړی ولسوالی امنیت په بشپړ ډول تامین کړیدی او په نوموړی ولسوالی کی اداری واحدونه او دولتی اداری فعالی دی او د ولس لپاره ورځنی چاری سرته رسوی .»
تر اوسه طالبانو د ملي دفاع وزارت د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.