افغانستان

د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د ملي اردو پنځه عسکر وژل شوي دي.

له دې وزارته خپره شوې خبرپاڼه وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې يې په ننګرهار، کونړ، هلمند، نیمروز او کندوز کې عملیات ترسره کړي دي.

دوی دعوه کړې ده چې په دې عملیاتو کې يې ۶۷ تنه وسله وال وژلي او ۳۷ نور يې ټپيان کړي دي.

طالبانو د دفاع وزارت د خبرپاڼې په اړه څه نه دي ويلي، خو په تېرو څلورویشت ساعتونو کې يې یوازې د هلمند په باباجي کې د اتو عسکر د وژلو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x