افغانستان

پيټرویس: امریکا دې افغانستان کې هوايي بريدونو ته زور ورکړي

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې بهرنیانو هوايي بريدونه هم جاري ساتلي، خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخوانی قومندان دا بس نه بولي او وايي چې باید لا هم زیات شي.

ډیویډ پیټرویس پخپله تازه لیکنه کې په افغانستان کې د امريکا روانه پالیسې غندلې او ويلي يې دي چې امريکايي ځواکونه باید د طالبانو پر وړاندې هوايي بريدونه نور هم زیات کړي.

نوموړي په لیکنه کې له خپلو روزل شويو افغان عسکرو سره د امريکايانو چلند هم نا مناسب بللی او ویلي يې دي چې موږ يې باید داسې ملاتړ وکړو، لکه په سوریه او عراق کې چې له خپلو ملاتړو سره مو هوايي ځواک هم ملګری کړی دی.

پیټرويس په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ جګړه په لاس تړلي حالت کې ښکاري، هغه ټینګار کوي چې د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره باید « خپل لاسونه پرانيزو.»

پيټرویس په داسې حال کې د امریکايي ځواکونو د بمبارۍ د شدت غوښتنه کوي، چې له ناټو سره د شوي امنیتي تړون له مخې له ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته د بهرنیانو پوځي ماموریت په افغانستان کې پای ته رسېدلی او د همدې تړون له مخې دوی یوازې خپلو روزل شویو عسکرو ته مشوره، روزنه او مرسته ورکولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

جنرال پطروس غواړی چه په دی زړشت او جنرالی کی جه د یوی ښخی په شتون کی د نورو کوترو ساتلو شرم پت کړی (چه له امله یی استخباراتی او نظامی پلانونه د هماغه فاحشو په واسطه وپاشل شول او له دندی لیری شوی همدا شرم یی بس دی ) د دی د پاره چه د خلکو پام بلی خواته واړوی په دغو لاپو او چټیاتو یی شروع کړی ، لا به یی دا هدف وی چه ځان ډیر ظالم وښیی چه بیا یی افغانستان ته ولیږی او افغانستان کی د نشه توکو د قاچاقبرو ملګرو سره ملګری شی او… نور لوستل »

فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط پښتنو ښه متل ويلی دی ٍ پز پريکړي که شرم درلودی نو د چړې نوم به يې نه اخيستۍ ٍ ‌‌‌‌‌‌ډيويد پيتروويس هم هغه بې مخه پز پريکړو څخه دی . چي په واروارو د چړې نوم اخلي . په افغانستان کي د هيوايي بمبارد نوم بايد دناټو او د هغود متحدينو هغه قومندانان واخلي او يا يې سفارش وکړي ، چي دافغانستان د جنګي حالاتو او ددې اولس داسلامي او ملي روحيې څخه ناخبره وي . ‌‌‌‌‌‌ډيويد پيترويس خو دلته کلونه کلونه جګړه رهنمايي او رهبري کوله او دده دګوښه کيدواو تقاعد يواځنۍ علت… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x