نظــر

پنځوس میلونه امریکايي ډالر چا غلا کړل؟

حاجي غلام محمد معصومي –

د کندهار ولایت د شاه ولی کوټ ولسوالی د دهلی بند هغه حیاتی پروژه ده چی د نن ۶۵ کاله تر مخه د امریکا متحده ایالاتو په مالی مرسته د محمد ظاهر شاه په واکمنی کی جوړه سوی، چي د شاه ولیکوټ ولسوالۍ ترڅنګ شپږ نوري ولسوالۍ خړوبوي.

په دې بند کي پنځه سوه میلون متر مکعب اوبه ځایيدلې، چي اوس يې ۴۰ سلنه له رسوباتو ډکه سوې او دوه میلون متره مکعب اوبه ورڅخه ضایع کیږي.

د کندهار د شاهي کانال یعنی لويي والی تر جوړیدو دمخه پلان وو چې دا بند نه یوازی د اوبو د ذخیری لپاره وکارول سی بلکی باید د بریښنا توربنونه هم پر جوړ سي، خو د کار د شروع سره سم هغه وخت د خلګو ډیر کلی تر اوبو لاندی سول او په بدل کی یی د کندهار ښار او بعضی نورو سیمو ته مځکی ور کړی، دا چی د دهلی بند برق د کندهار د پاره څومره  مهم و دا خبره به پریږدو اوس چی د نوی اداری یعنی حامد کرزی د حکومت په دوره کی د کاناډا هیواد (پی ار ټی) په کندهار کی وه د کانادا هیواد له خوا ددې پروژې د بیارغووني ټولي پیسې د کاناډا هیواد لخوا ورکول کیدلې او په دې پروژه کي د کانال بیا رغول د دهلی د بند دیوالونو اته متره لوړول د قلفونو تر میم او د بند پاکول شامل وو.

اوس چی د بند د دروازو، پاور هاوس، کانالونو اونورو کار پای ته رسیدلی، تیره ورځ د کندهار والی همایون عزیزی له ازادۍ راډیو سره د یوې ځانګړي مرکې پر مهال په دې پروژه کي د ۵۰ میلونو ډالرو د اختلاس خبره راپورته کړل.

داچي دغه لوی اختلاس به چا کړی وي او څوک يې د سپيناوي لپاره باید ځواب ووايي؟ دا بيله خبره ده، خو هغه وخت په کندهار کي ډاکټر پوهاند توریالی ویسا دلته والي و، خو د کندهار اوسني والي ډاکټرهمایون عزیزي په ښکاره د چانوم نه دی یاد کړی.

که وکتل سي، دا نو یوازي ددهلې بند پروژه نه ده، بلکي دې ته ورته اختلاس به د کندهار د زراعتي پوهنتون په جوړيدو او د زراعتي فارم او نورو پروژو کي په څومره کچه سوی وي؟

تر دې وړاندي هم کندهار والي د کندهار د مخکنی ښاروال قاضي محمد عمر(عمر) په اختلاس کي د لاس لرلو او دوسيې درلودولو خبر ورکړی و، لیکن بیا يې خبره معلومه نه سوه، چي هغه دوسیه څنګه سوه او چايې ولي پوښتنه ونه کړه؟

یو څو کاله ترمخه د هیواد لوی څارنوال عبدالجبار ثابت هم په کندهار کي د ځینو کسانو په اړه د اختلاس خبره کړې وه او په دې اړه يې د جهاد اعلان کړی و، خو هغه جهاد يې سمه ګټه ونه کړه.

دلته نو قضايي او عدلي څانګو ته په کار ده، چي په اختلاس اخته کسان په رښتیا سره د زندان تورو خونو ته ور ټېل وهي، ترڅو نور کسان داسي کړني ونه کړي او تر څنګ د ولس زړه په دغسي ملي خاینانو یخ سي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x