ټولنیزه برخه

د رسول الله مهمه وړاندوینه

حامد افغان –

د اخرت د نښو یا د اخرت د نږدې کیدلو وخت په باره کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه ګڼ شمیر روایتونه راغلي دي، او د حديثو په کتابونو کې د یوه مستقل بحث په توګه د “اشراط الساعة” په نوم بيانيږي، داراز په دې موضوع مستقل لوی او واړه کتابونه لیکل شوي. دا موضوع له ګڼ شمیر نورو ګټو او حکمتونو سره یوه لویه ګټه دا لري چې له دې روایاتو د رسول الله صلی الله علیه وسلم نبوت ثابتیږي، او دا د حدیثو د اعجاز مهمه برخه وړاندې کوي، څه د پاسه څوارلس سوه کاله پخوا د موجوده زمانې په اړه کره او دقیقه وړاندوینه او پیشګویي د رسول الله د نبوت کره دلیل دی او هیڅ د عقل خاوند یې مخالفت نشي کولی. دلته د اخرت د نښو په اړه یو خورا مهم روایت له تفصیل او تشریح سره رااخلم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د اخرت د نودې کیدلو نښو دا هم ده چې شریر او پساتي خلک به لوړ شي او غوره خلک به ټیټ شي، خبرې به خلاصي او عمل به زيرمه کړل شي، او خلکو ته به “مثناة” لوستل کیږي، هیڅوک به یې انکار نه کوي، ماورته وویل: مثناة څه شی دی؟ ول: د الله له کتاب پرته لیکل شوي کتابونه. عن عبدالله بن عمرو رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: “من أشراط وفي رواية: من اقتراب الساعة أن تُرفع الأشرار، وتُوضع الأخيار، ويُفتح القول، ويُخزن العمل، ويُقرأ بالقوم المثناةُ، ليس فيهم أحد ينكرها، قلتُ: وما المثناة؟ قال: ما استُكْتِبَ سوى كتاب الله عز وجل”.رواه الحاکم والطبراني

ويُفتح القول، ويُخزن العمل. یعني خبرې به خلاصې کړل شي، او عمل به زيرمه کړل شي. عامه معنا یې دا ده چې خبرې به زیاتې شي او عمل به کم شي، خو که د حدیث لومړۍ جملې: (ويُفتح القول) ته لیږ تم کیږو، خبرې پخوا هم کیدلې او هر چا هر څه ویلی شوی، داراز پخوا هم د عمل په نسبت خبرې زیاتې وې، خو د خبري اصلي موخه مخاطب ته رسول وي، هسې له ځانه سره خبرې بېځايه کار دی، او په دې لحاظ د پخوا په نسبت اوس خبرې خلاصي شوې دي مخکي ګواکي تړلې وې، اوس د نویو وسایلو (لکه انټرنیټ، تلویزون، ټليفون او.. ) په مټ خبرې خلاصي او هر ځای ته رسیږي.

خبرې چې خلاصي شوې نو حتما زیاتې هم شوې او عمل زيرمه کیږي، یعني نه کیږي،

داسې خلک شته چې د شپې یې د درود شریف سورت کهف او د جمعې لمانځه په اهمیت ګڼ شمیر پوسټونه لیکلي وي، ناوخته ویده شي سبا داسې وخت راپورته شي چې د سهار او جمعې دواړه لمنځونه یې قضا کړي وي، داراز نورې ورته زیاتې خبرې او د عمل نشتوالی. په موجوده طریقه د خبرو له ډېروالي سره خبرې وخت هم زیات نیسي او د عمل له پاره وخت تنګیږي، نو ګواکي په دې سره د موجوده وخت نویو وسایلو ته څرګنده نغوته وشوه.

او په حدیث کې راغلي: ويُقرأ بالقوم المثناةُ، ليس فيهم أحد ينكرها، یعني بې ګټې او داسې کتابونه به لوستل کیږي چې هغو کې به ناسم شیان وي، له دې وروسته په روایت کې د “المثناة” په اړه پوښتنه له حدیث نه نه ده بلکي د راوي خبره ده. د المثناة په اړه ابن الأثیر په النهاية في غريب الحديث و الأثر، کې لیکي چې یوه معنا یې همدا په روایت کې ليکلې ده، او بله دا چې د يهودو عالمانو له تورات وروسته کتابونه ليکلي وو چې د دوی نظرونه وو، او داراز المثناة لکه د فارسي دوبیتي شعرونه شعرونه هم کیدلی شي.

ځیني معاصرو سلفي علماو لیکلي چې له “المثناة” نه مذهبي کتابونه مراد دي، او د دې معنا په مراد کولو سره یې د مذهب او تقلید په مخالفت کې خبره غځولې ده چې دا کتابونه خلک له قرانه منعه کوي، او داسې نور. خو دا معنا ځکه نه ده سمه چې روایت نه داسې معلوميږي چې دا کتابونه به غلط او خطا وي، لکه وروسته راځي: لیس فیهم أحد ینکرها، او د فقهي کتابونه خو د قران او حدیثو استنباطات دي او متون یې د قران او حدیثو د احکامو غورچاڼ ده، او بل دا چې په حدیث کې هغه کتابونه مراد دي چې ناسم او قران ته د توجه په مخ کې خنډ وي، کنه له قران پرته په مطلقه توګه په کتابونو بوختیا غلطه خبره نه ده، لکه د تفسیر او حدیثو په کتابونو بوختیا، داراز د نورو مختلفو علومو او ګټورو فنونو په کتابونه بوختیا.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

حامد صيب

تاسو ته د مینی او اخلاص سلامونه او ارادت وراندي کوم

ديره جالبه ليکنه مو کری ده بی نهايته اجرونه مو نصیب شه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x