نړۍ

د سوریې لوی عالم محمدسعید رمضان البوطي ووژل شو

دسوریې خبري اژانس وایي چې ددې هیواد ترټولو پیژندل شوی روحاني محمدسعیدرمضان البوطي دیوې چاودنې په مهال شهید شوی دی  .

دخبرله مخې محمدسعیدرمضان البوطي چې د سوریې دجامع مسجد خطیب و دیوې درنې چاودنې په مهال له ۱۳ نورو کسانو سره وژل شوی دی ، دخبر له مخې چاودنې څلویښت تنه نور  ټپیان کړي  هم دي .

 

محمدسعید رمضان البوطي چې ۸۴ کاله وړاندې  دسوریې ، ترکیې او عراق په حدودي سیمه کې زیږیدلی وو  نوموړي چې په دمشق او قاهره کې زده کړې کړې وې ، داکسفورډ پوهنتون دعملي مجلس غړیتوب یې هم درلود .

سعید رمضان البوطی ګڼ شمیر کتابونه لیکلي چې مشهور یې فقه السیرة النبویة، کبری الیقینیات الکونیه، یغالطونک اذ یقولون او د جهاد په اړه د نوموړي مشهور کتاب دی.

نوموړی د عربي نړۍ خصوصا شام یو له سترو علمي سرمایو ګڼل کیده چې په چاودنه کې یې ژوند له لاسه ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx