شعـــــرونه

پر فيس بوک دو لسمه آنلاين فی البديهه مشاعره

تر تيب ( مستور مجاهد)

پر فيس بوک دو لسمه آنلاين فی البديهه مشاعره

د تېرې جمعې د شپې ( آنلاين فی البديهه مشاعره ) چې د تکړه شاعر ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پر دېوال تر سره شوه په لا ندې ترتيب يې کتلی شئ !
د معمو ل سره سم دا دی مشاعره د ښاغلي ( حميدي صاحب ) د شعر په مطلع پيلوو، په همدې قافيه او رديف يې راپيل کړئ

د ابدي ژوندون لپاره څه توښه جوړوو
د رب لقاته شهادت يوه پلمه جوړوو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په تَشَهُد کې اشاره پرې د توحيد چې کوو
نن هغه ګوته و دښمن ته پر ماشه جوړوو
نظام کندهاری

درومو سنګر ته په دې نيت چې پاک الله رضاشي
غږ د تکبير ورسره مسته بدرګه جوړوو
د هيلو جرس

دلته د مينې لېوني په مينه مينه راځي
موږ مينانوته د مينې مدرسه جوړوو
عرفاني

اختره ګوره چې خفه نشې له موږ نه په دې
چې ځو سنګرته تورې څڼې په مزه جوړوو
احمد ګل ريان

چې د غليم په سينه خښې کړو د حق خنجرې
بيابه په سر د وياړ پګړۍ هسکه شمله جوړوو
عمر خالد

چې د شهيد ماشومان چېرته پرې ګرېوان و وينو
دا به يې حق وي چې به مونږ ورته جوړه جوړوو
صديقي احمدزی

غرونه مو هم دي ګوره زمونږه په غيرت ګواهان
مونږه د ننګ په ځای کې هر وخت کې جګړه جوړوو
حبيب الله سيال

چې کړو قربان خپل سراو مال له دې سپېڅلې دين نه
مونږ به ملګرو ښه مضبوطه عقيده جوړوو
محمدالله سنګري

د ميوندونو او ملالو تاريخ نه هېروو
بياله ميدانه د پرديو قصبه جوړوو
فاتح سرګردان

عشقه تر داره دې پالو ځو د منصور په لاره
مونږ د حمزه غوندې دا غونه پر سينه جوړوو
هلال مهاجر

دا چې و هو ستړې مزلونه د سنګر په لاره
اګر که کم دی خو جنت ته يوه پلمه جوړوو
قصاب

مونږ شاعران د دين وطن يو نه د شنو خالونو
دا چې ټپې کړو ميوندۍ دا نارينه جوړوو
احمد ګل ريان

پښې مو په تيږو په اغزيو اموختې ساتو
زړونه مو زغم د طوفانونوته جوګه جوړوو
فاتح سرګردان

په تورو غرو کې غزاوو سلسله جوړوو
د سنګر غېږ کې به د ژوند ښه فلسفه جوړوو
مهاجر افغان

زمونږ شعار دی الجهاد او دا نعره په جار کړو
ځو سنګروته د غازيانو قافله جوړوو
عرفاني

که يې قبول کړي په بدل کې جنتونه غواړو
د سر په بيعه له خپل رب سر معمله جوړو
اسماعيل ستومان

مونږ دار ته خاندو د سرو پروا مو نشته ټينګ شه
غليمه ګوره مونږ پر تابه زلزله جوړوو
عبدالستار پرهاري

غليمه واوره ته دې کورز او مېزايل وروه
مونږ ستاسو قتل ته بارودونه بوشکه جوړوو
فدايي کاکا

موږ د خواله په رسنيو کې کاږه سموو
دې ته خو نه را ځو چې ګف کړو يارانه جوړوو
احمد ګل ريان

د جمعې شپه ده درود وايو پر جانان هاشمي
د کوثر جام ته دا درودونه يوه پلمه جوړوو
سيف الرحمن

د لته په دې بې دينو مونږ اول مرۍ تاو وو
ورسته پرې بيا مونږه ښه مسته ترانه جوړوو
حمدالله صابر

کله چې ستا خريلی مخ وخوري درنې څپېړې
په هغه ورځ خپله لنګۍ کږه وږه جوړوو
صديقي احمد زی

جانانه لاس را اخيري ارمان مې هم پوره کړه
نن ځو بازارته درويشي يوه صحنه جوړوو
رومان اعجاز

مونږه د وينو خال هر کاڼي ته په زنه ايښی
پردي چې راشي ورته دلته هديره جوړوو
سپين دريز

دا چې خفه راځينې نشي ها محبوب د الله
د جمعې شپه ده د درودونو يوه حلقه جوړوو
طلحه مجاهد

شعرونه ښه جوړ کړئ ملګرو عرفاني وستايئ
هره جمعه يارانو مونږ مشاعره جوړوو
شکرالله شمال

ستابه ګومان وي چې په مونږه نا خبره راشې
بس چې ته راغلې مونږ تدبير هغه شېبه جوړوو
سيف افغان

خير دی چې څومره غځوې جګړه دې وغځوه
مونږه ستومان نه يو لا نوره حوصله جوړوو
سپين دريز

آس زين کومه توره هم نوره له تيکي باسم
د جنګ ډګر ته ځمه غشوته لېنده جوړوو
عرفاني

که يو ځل بيا مو حکومت په کابل راغی ګله
تورخم يې نه منو اټک کې دروازه جوړوو
رومان اعجاز

هدف مو يو دی د بدن غوښې اعضا ترې لوګی
بارود زين کړی موټربم خو حوصله جوړوو
دانش ملنګ

نن ضرورت د ښکلي دين دی چې له ژونده وځو
دخدای په عشق کې د جنون ښه فلسفه جوړوو
ذاهد خراساني

ګوره قربان مو تل سرونه له ځوانيو تېريو
ددين دښمن ته ټول وطن د اور لمبه جوړوو
کامران خپلواک

د خدای د دين په دښمنانو ګزارونه کوو
و عرفاني ګرانه راځه توره تېره جوړوو
سپين دريز

څومره پلانونه به يې جوړ وي دې غربي کفارو
مونږ مجاهد يو هر يو پلان ته يې پلان تازه جوړوو
ظاهرشاه سروضوال

دومره مين يو په خوږ دين چې ځان لمبه لمبه کړو
اغياره واوره بل ګوزارته منصوبه جوړوو
بهار نصرت

زمونږ غيرت زمونږ قوت ټولې دنياته معلوم
داعشه تاته ننګرهار او هديره جوړوو
همدرد افغان

ملګرو ټول راسره و لاړ شئ که راضي شي رانه
د مرور جانان لپاره نن جرګه جوړوو
کامران خپلواک

موسم د ژمي دی هم واوره راوريږي اشنا
غازي لاليه په سنګرکې به خېمه جوړوو
ارماني افغان

مونږ د ابد ژوند د دنياته سايه ور کوو
زکه سکر وټوته ستي ستي سينه ورکوو
عزيزالله حسيني

چې د الله په دين د وينو نظرانه ور کوو
موږ د خالد په شانې کلکه عقيده جوړوو
جبار تنها

د هر ظالم ، جابر، مفسد په ضد و لاړ پر ميدان
د امارت غازيان تاريخ نوې صفحه جوړوو
ضياء الحق حقمل

زمونږ دوښمن چې خفه نشي پر مونږګران دی
چې استقبال ته يې بيلر بوشکه تحفه جوړوو
نازولی ملنګ

چا به د يار په مړوند سر چا په بالښت ايښی وي
طارقه چپ شه مسافر يې نوره شپه جوړوو
نصرت الله ابن طارق

هلمنده او وهه څپه او قلزوم هم را ويښ کړه
نوزاد آزاد شو اوس ګلاب ګلاب مارجه جوړوو
افتاب زلمی

جانانه مينه دې لېمو کې سلسله جوړوي
د يار قبلې مونږ دې د خپل کور دروازه جوړوو
خالق يار احمدزی

زمونږ د کلي سپين مسجد دې په هوان شهيد کړ
غليمه ستاله کليسابه ګنډواله جوړوو
علا محمد درخان خېل

د کاميابۍ راز مو په دې کې دی عَجَله کوو
مونږ د جنګ هره نقشه په حو صله جوړوو
ابو عبدالله حمزه فاتح

مونږ ټولوو د نفرتونو له دنيا ناخوالې
دې نړۍ والوته د مينې مونږ نقشه جوړوو
حيدري جان

د يرغلګرو تم ځايونه مو سور اور کړل ورته
پرېږدو يې نه افغانستان يې هديره جوړوو
احمد خالد خالص

مونږه لقا دخپل رب غواړو او خپل ځان ځاروو
دا استشهاد د رب ديدار ته وسيله جوړوو
عنايت الله صديقي

د خدای پامان عرفاني لاړو درنه
مونږ مسافر به چيرته ځو چېرته به شپه جوړوو
حنيف الله حمزه

د ګلمرجان او د غني پېرې به نه کو مونږ
مونږ طالبان يو يوه سالمه اداره جوړوو
احمد طه افغان

الله ته وينه ورکوو سر امانت ورسره
ګټو ولور د پاکو حورو څه رشته جوړوو
مالک وفا
نور هم ډېر ښه ښه بيتونه وه خو مشاعره ډېره اوږدېده بس په دې مو اکتفاء وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x