افغانستان

افغان حکومت پېښور کې په افغان ديپلومات برید وغانده

نن ټکی اسیا (شنبه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): افغان حکومت د خیبرپښتونخوا ایالت پېښور ښار کې په افغان ديپلومات همایون یوسفزي شوې برید وغانده.

د بهرنیو چارو وزارت د یوې مطبوعاتي اعلاميې له لارې له پاکستان څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغانستان د سفارت او جنرال قونسلګریو د ديپلوماتانو او کارکوونکو د امنیت د ټینګښت او خوندیتوب تر څنګ یاد برید په هر اړخیزه توګه وڅېړي او پایلې یې له دوی سره شریکې کړي.

اعلاميې کاږلي چې دغه برید د مرغومې په ۲۵مه نېټه د شپې پر دوه نیمو بجو شوی، چاته په کې زیان نه دی اوښتی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

افغان حکومت پر دې سربېره له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د افغان دیپلومات په کور بریدګر وپيژني او مجازات یې کړي.

د یادونې وړ ده چې د نړیوالو قوانینو له مخې د هېوادونو سیاسي استازولیو او قونسلیو د دیپلوماتانو او کارکوونکو د امنیت ټینګښت د کوربه هېواد په غاړه وي.

د افغان دیپلومات په کور برید تر هغه وروسته وشو چې د داعش وسله‌والو په جلال اباد کې د پاکستان پر قونسلګرۍ برید وکړ.

پاکستاني پولیسو ویلي چې وسله‌وال تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x