افغانستان

ذبیح الله مجاهد : دکورنیو چارو وزارت دروغ ویلي

 

دطالبانو ویاند ذبیح الله  مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې  د حکومت دکورنیو چارو دوزارت هغه ادعاء دروغ بللې چې ویلي یي وو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې په مختلفو ولایاتو کې ډیر طالبان وژلي او زخمیان کړي دي ، معمولا هره ورځ دکورنیو چارو او دفاع وزارتونه دا وړ اعلامیې خپروي چې خو طالبان وایي چې حکومت اکثره وخت دروغ وایي او یا په خپلو بیانیو کې مبالغه کوي

 

د کورنیو چارو وزارت دوروستۍ دعوې په رد کې ذبیح الله مجاهد خپله غبرګون په لاندې ډول رسنیو ته لیږلی دی .

دکابل ادارې دکورنيو چارو دوزارت دخبرپاڼې ترديد :

 داچې  دکابل ادارې دکورنيوچارو وزارت دخپل عادت له مخې نن بيا  دروغ وويل او خبريې خپورکړ چې  ګنې دوي  او بهرنيو بادارانو يې په تيرو۲۴ ساعتونوکې يې دهيواد په بیلابیلو سیمو  کې ۹ تنه مجاهدين شهيدان کړي ،۷تنه  ټپيان  او۶ تنه يې هم   ژوندي نيولي ،همدا راز دعوه کوي چې په يوشمیر ولايتونو کې يې دغه په اصطلاح چاڼيز عمليات ترسره  کړي  او پسې اوږدوي  چې يوشمیر وسلې  او مهمات  هم  تر لاسه کړي .

موږ دوارخطا دښمن  پورته پوچه او له حقيقته  لرې  ادعا چې هره ورځ يې تکراروي  ردوو ، او وايو چې په يادو سيمو کې مجاهدينوته کوم د پام وړ زيان نه ده اوښتی او  هيڅ يو مجاهد هم د چا لخوا نه ده نيول شوی ، دښمن تل ملکي خلک شهيدانوي ، ځوروي او نيسې  چې بیا يي  دمجاهد  په نامه نوموي .

همداراز په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې دالفاروق عملیاتو په  جريان کې   د کابل ، کنړ ، ننګرهار ، کندهار ، هلمند ، ارزګان ، زابل ، غزني ، پکتيکا ، پکتيا ، خوست ، لغمان ، ميدان وردګو ، او بدخشان ولايتونو په بیلابيلو سيمو کې داسلامی امارت دمجاهدینو لخوا په بهرنيو عسکرو او کورنيو اجيرانو ګڼ بريدونه ترسره شوي  چې له امله ېې زيات  شمير بهرني او کورني  دښمنان قتل او ټپيان شوي دې   او ددښمن يوشميرزغروال  ټانکونه او رينجر موټرهم د انفجارونو او کمين بريدونو له امله له منځه تللي  . 

ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۴/۵/۱۰هـ ق

۱۳۹۲/۱/۲هـ ش ــ  2013/3/22  م

تردید خبرنامه وزارت داخله ادارۀ کابل:

اینک وزارت داخله ادارۀ کابل مانند عادت دیرینه اش امروز بار دیگر دروغ گفت وخبری بی اساسی را منتشر ساخت که گویا آنان بامعیت باداران خارجی شان، طی ۲۴ ساعت گذشته درمناطق مختلف کشور۹ تن مجاهد را به شهادت رسانيده ۷ تن را مجروح و۶ تن را هم زنده گرفتار نموده اند، ومدعی هستند که درشمار ازولایت ها عملیات به اصطلاح تصفوی را انجام داده اند وعلاوه میدارد که درجریان عملیات مقادیری از سلاح ومهمات را نیز به دست آورد ه اند.

ما ادعای کاذبانه وبی اساس دشمن را که روزانه آنرا تکرار میکند، کاملا رد می نمايم  وابراز میداریم که در مناطق یاد شده کدام زیان قابل ملاحظهء به مجاهدین وارد نه شده وهيچ مجاهد هم  اسير نه گريده است ، دشمن هميشه مردم ملکي وبي دفاع را شهيد میسازد ودستگير مي نمايد که بعدا به آنها نام مجاهد ميگذارد .

همچنان طی ۲۴ ساعت گذشته مجاهدین امارت اسلامی درجریان عملیات الفاروق،درمناطق مختلف ولایت های کابل ، کنر ، ننگرهار ، قندهار ، هلمند ، ارزگان ، زابل ، غزنی ، پکتيکا ، پکتيا ، خوست ، لغمان ، ميدان وردک و بدخشان بالای عساکر اشغالگر واجیران داخلی به ده ها حمله مسلحانه انجام داده اند،که در نتیجۀ آن، شمار زیادی از عساکر اشغالگر واجیران داخلی کشته وزخمی شدند وشماری از تانگ های زریدار ورینجرهای دشمن نیزطی انفجارات وکمین های مجاهدین نابود گردیده است.

ذبيح الله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی

۱۴۳۴/۵/۱۰هـ ق

۱۳۹۲/۱/۲هـ ش ــ  2013/3/22  م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x