د انقلاب مدرسه، د رضوان الله فيضاني لومړۍ شعري ټولکه

د هېواد د مشهور او تکړه ترانه ويونکي او شاعر ښاغلي رضوان الله ( فيضاني ) لومړۍ شعري ټولګه تازه په تازه چاپ شوه او مارکېټ ته وړاندې شوه.
دا ټولګه چې ( د انقلاب مدرسه ) يې نوم دی تقريبا په ( ۱۸۲) صفحو، په معاري کاغذ او جلد، او په زړه راښکونکي ټايټل مشتمله ده د ( مکتبة الحرم ) له خوا چاپ شوه، چې مشهورو شاعرانو هر يو استاذ (شپونکي ) او استاذ ( ناګار ) ليکنې پرې کړي دي.
دا کتاب د شاعر لخوا خپل مؤمن او غيور ولس ته ډالۍ شوی دی.
رضوان الله فيضاني د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکی ځوان او تاند شاعر دی، اوس مهال په پېښور کې د هجرت ورځې او شپې تېروي.
د فيضاني شعري ټولګه ( د انقلاب مدرسه ) چې د مؤمن ولس د مختلفو اړخونو او حالا تو انځورګري پکې شوې؛ د شعر او ادب له پاره يوه ښه لاس ته راوړنه ده.
د کتاب مينه وال کولئ شي چې په پېښور سر بېره د هېواد په مشهورو کتاب پلورنځيو کې يې تر لاسه کړي.
مستور ( مجاهد

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د